کوټه : د بلوچستان د صوبايي پلازمېنې کوټې په هزارګنجي سیمه کې د ناڅرګنده وسله والو په ډزو درې افغان وګړي وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.
پولیس وايي، پېښه ،د اګست په ۱۸مه، ماښام د هزارګنجي کراس ترڅنګ هغه مهال شوې، چې په موټرسېکل سپرو ناڅرګنده وسله والو پر څلورو افغان وګړو ډزې وکړې او له ځایه وتښتېدل. په ډزو کې درې کسان ځای پر ځای وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.
د پېښې له اطلاع وروسته پولیس سیمې ته ورسېدل او مړي او ژوبل کس یې روغتون ته ولېږدول. پولیسو د برید د علت او د بریدګرو د پېژندنې لپاره پلټنې پېل کړې دي.
تر اوسه د وژل شویو او ژوبل کس بشپړ نومونه او د افغانستان د کومو سیمو اوسېدونکي چې وو، په رسمي توګه نه دي څرګند شوي. همداراز د برید مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.


نعيم اچکزئي