کابل : د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په بدخشان کې د وروستیو ترینګلتیاوو پر مهال د دغه ولایت والي ،محمد اسماعیل غزنوي، او امنیه قوماندان ،عبدالبصیر مظهري، له خپلو دندو بدل کړي او پر ځای یې نوي چارواکي ټاکلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۲۵مه ویلي دي، چې د کورنیو چارو وزارت پخوانی اداري مرستیال ملا رحمت الله نجیب د بدخشان د نوي والي او د سرپل پخوانی والي ملا احمدشاه دین دوست د بدخشان د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.
په همدې بدلونونو کې د بدخشان پخوانی والي محمد اسماعیل غزنوي د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې مرستیال او پخوانی امنیه قوماندان عبدالبصیر مظهري د کندهار د ټولګټو ریاست مشر ټاکل شوي دي.
دغه راز د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې پخوانی مرستیال ملا عبدالجبار د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال او د لغمان پخوانی والي ملا بختیار معاذ د سرپل والي ټاکل شوی دی.
د طالبانو رسمي اعلان د دغو بدلونونو علت نه دی ښودلی، خو دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې ده چې بدخشان په وروستیو اوونیو کې له څو امنیتي پېښو او د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو ترمنځ له اختلافاتو سره مخ و.
د جولایۍ پر ۱۷مه د «سپاهیان میهن» په نوم یوې نوې وسله والې ډلې د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ او د څو ساعتونو لپاره یې د ولسوالۍ مرکز له طالبانو ونیو. د طالبانو د بدخشان امنیه قوماندانۍ وروسته دا پېښه تایید کړه او ویې ویل چې ځواکونه یې بېرته سیمې ته رسېدلي دي او د ولسوالۍ کنټرول یې ترلاسه کړی دی.
له دې پېښې درې ورځې وروسته طالبانو د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې ولسوالان، امنیه قوماندانان او استخباراتي چارواکي بدل کړل. راپورونه وايي، چې په همدې موده کې د نسي ولسوالۍ د یو سیمه ییز طالب قوماندان جمعه خان فاتح او د طالبانو د مرکزي چارواکو ترمنځ اختلافات هم زیات شوي وو او د بدخشان په ځینو برخو کې اضافي ځواکونه ځای پر ځای شوي وو.
له همدې امله د والي او امنیه قوماندان تازه بدلونونه د بدخشان د خراب شوي امنیتي وضعیت او خپلمنځي اختلافاتو له شالید سره تړل کېږي، خو طالبانو په رسمي ډول نه دي ویلي چې محمداسماعیل غزنوي او عبدالبصیر مظهري د همدې پېښو له امله بدل شوي دي.


شال نیوز