بدخشان : شال نیوز ته باوري سرچینو ویلي دي چې د طالبانو ناراضي قوماندان ،جمعه خان فاتح، له څو ورځو وسله‌ والو نښتو وروسته طالبانو ته تسلیم شوی او د بدخشان مرکز فیض‌ اباد ته انتقال شوی دی.

سرچینې وايي، چې د جمعه خان فاتح تر تسلیمېدو مخکې د طالبانو د پوځ لوي درستیز ،فصیح‌ الدین فطرت، په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي د شخړې د ختمولو لپاره له نوموړي، د هغه له نږدې کسانو او د سیمې له ځینو مشرانو سره خبرې کړې وې.

د شال نیوز د سرچینو په وینا، دغه خبرې وروسته له هغې جدي شوې چې د طالبانو ځواکونو په نسي او د درواز په اړوندو سیمو کې پر جمعه خان فاتح او د هغه پر وسله‌ والو پوځي فشار زیات کړ او جګړه څو ورځې پرله‌ پسې روانه پاتې شوه.

 

جمعه خان فاتح د تسلیمېدو نه پس د اماارت اسلامي په چورلکه کې


سرچینې وايي، چې د دواړو خواوو ترمنځ په نښتو کې مرګ‌ ژوبله هم اوښتې، خو د وژل شویو او ژوبلو کره شمېر تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی. طالبانو هم د دغو نښتو د مرګ‌ ژوبلې رسمي شمېر نه دی خپور کړی.

د جګړې پر مهال د بدخشان له بېلابېلو سیمو څخه د اضافي طالب ځواکونو د ورلېږلو راپورونه هم ورکړل شوي وو. ځايي سرچینو ویلي وو چې د نسي او درواز په ځینو برخو کې د درنو او سپکو وسلو ډزې شوې او د جګړې له امله د خلکو ورځنی ژوند، تګ راتګ او د کانونو کارونه اغېزمن شوي وو.

تر اوسه په رسمي ډول نه ده څرګنده شوې چې جمعه خان فاتح په کومو شرطونو طالبانو ته تسلیم شوی، ایا نوموړی به ازاد پاتې کېږي، کومې حکومتي دندې ته به بېرته ستنېږي او که به د طالبانو تر څار لاندې ساتل کېږي.

دا هم لا نه ده روښانه چې د هغه تر قوماندې لاندې ټول وسله‌ وال کسان بې وسلې شوي دي او که د بې وسلې کولو بهیر لا روان دی.

جمعه خان فاتح د طالبانو له پخوانیو او بانفوذه قوماندانانو څخه ګڼل کېږي او په ځانګړي ډول د بدخشان په درواز او نسي سیمو کې یې له کلونو راهیسې پراخ نفوذ درلود. نوموړي د طالبانو په اوسني نظام کې د زابل د مرستیال والي په توګه هم دنده ترسره کړې، خو د هغه د نفوذ اصلي مرکز بدخشان پاتې شوی و.

د طالبانو د مرکزي مشرتابه او جمعه خان فاتح ترمنځ اختلاف په وروستیو میاشتو کې زیات شوی و. د سرچینو په وینا، د اختلاف یوه مهمه برخه د سیمه‌ ییز واک، د وسله‌ والو کسانو د کنټرول او د بدخشان د سرو زرو د کانونو له چارو سره تړلې وه.

تر دې وړاندې هم د طالبانو لوړپوړو چارواکو بدخشان ته سفرونه کړي وو او هڅه یې کړې وه چې جمعه خان فاتح دې ته وهڅوي چې هغه وسله‌ وال کسان بې وسلې کړي چې د طالبانو په رسمي امنیتي تشکیلاتو کې شامل نه دي.





راپورونه وايي، چې په یوه پخوانۍ موافقه کې له فاتح غوښتل شوي وو چې خپل غیر رسمي وسله‌ وال کسان بې وسلې کړي او د خپلې حکومتي دندې لپاره زابل ته لاړ شي، خو دغه اختلاف په بشپړه توګه حل نه شو او وروسته په ښکاره وسله‌ والو نښتو بدل شو.

په وروستیو ورځو کې طالبانو د جمعه خان فاتح د نیولو او د هغه د وسله‌ وال نفوذ د ختمولو لپاره په بدخشان کې عملیات پراخ کړل. د همدې عملیاتو پر مهال په نسي او شاوخوا سیمو کې جګړه وشوه او وروسته د فصیح‌ الدین فطرت په مشرۍ د طالبانو پلاوی سیمې ته ورسېد.

شال نیوز ته سرچینو ویلي دي چې د خبرو او پوځي فشار له زیاتېدو وروسته جمعه خان فاتح بالاخره تسلیمېدو ته غاړه کېښوده. د جمعه خان فاتح تسلیمېدل د طالبانو لپاره په بدخشان کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي، ځکه نوموړی د طالبانو له هغو سیمه‌ ییزو قوماندانانو څخه و چې د مرکزي مشرتابه له پرېکړو سره یې په ښکاره اختلاف پیدا کړی و او خپل مستقل وسله‌ وال نفوذ یې ساتلی و.

خو د دې پرمختګ سیاسي او امنیتي پایلې به تر ډېره په دې پورې تړلې وي چې طالبان له جمعه خان فاتح، د هغه له وسله‌ والو کسانو او د درواز په سیمه کې د هغه له پخواني نفوذ سره څه ډول چلند کوي. تر دې دمه د طالبانو دفاع وزارت، د بدخشان ولایتي چارواکو او خپله جمعه خان فاتح د تسلیمېدو د شرطونو او د شوې موافقې د بشپړو جزییاتو په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.
 

شال نیوز د دې موضوع د نورو جزییاتو د معلومولو هڅه کوي.