کراچۍ : د امریکا وفاقي تحقیقاتو ادارې په کراچۍ کې د سند پولیسو ۲۷ افسرانو ته د پلټنو او د مشکوکو کسانو د مرکې په اړه پنځه ورځنۍ ځانګړې روزنه ورکړې ده.
د سند پولیسو ،د اګست د ۲۴مې، د بیان له مخې، په دې روزنه کې د ځانګړي امنیت یونټ، د ترهګرۍ ضد څانګې، مرکزي پولیس دفتر او د جرمونو د پلټنو څانګې افسرانو برخه اخیستې وه.
روزنه د ګواښونو د ارزونې، د انسان د چلند د پېژندنې، د مشکوکو کسانو د مرکې، رواني تجزیې او د پلټنو د عصري طریقو په اړه وه.
د سند د کورنیو چارو وزیر ویلي دي، چې د دې روزنې هدف د پولیسو د پلټنو مسلکي وړتیا پیاوړې کول او له نړیوالو معیارونو سره یې نږدې کول دي.


شال نیوز