کوټه : په بلوچستان کې په جلا جلا ډزو او ټرافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي. تر ټولو ډېره مرګ‌ ژوبله په ټرافیکي پېښو کې اوښتې ده، چې اته کسان پکې وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

 

د اګست پر ۲۵مه په پنجګور کې د ګوران په سیمه کې، چې له پنجګور ښاره شاوخوا ۶۰ کیلومتره لېرې ده، په یوه ټرافیکي پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

 

پولیس وايي، چې په وژل شوو کې څلور ښځې شاملې دي او قربانیان د پروم تحصیل د کده عبدال حکیم بازار اوسېدونکي وو. مړي او ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي دي.

 

په لورالايي کې د مېختر سیمې جلیبي موړ ته نږدې یو موټر له موټرسایکل سره ټکر کړی دی، چې امان‌ الله او یوسف نومي دوه کسان پکې وژل شوي دي. د راپور له مخې، د یوې لارۍ چلوونکی د هغوي د ژغورلو پر مهال ژوبل شوی دی.

 

په بختیاراباد کې پولیس وايي، چې یوې لارۍ یو موټرسایکل وهلی دی، چې احمدالله پکې وژل شوی او محمد اخلاق او نورالحق ژوبل شوي دي.

 

د ټرافیکي پېښو ترڅنګ، د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ډزو په جلا پېښو کې هم مرګ‌ ژوبله اوښتې ده. په اواران کې د جهاو په سیمه کې وسله‌ والو یو پلار او زوې په ډزو وژلي دي. پولیسو مړي روغتون ته وړي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

 

په کوهلو کې د ګرسني په سیمه کې یو کس د یو وسله‌ وال په ډزو وژل شوی دی. بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلی او د وژنې علت لا نه دی څرګند شوی.

 

په سوراب کې د ګدار په سیمه کې عزیز محمد نومی کس هم د ناڅرګنده وسله‌ والو په ډزو وژل شوی دی. د برید په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.