جمرود : د خیبر ضلعې په جمرود سیمه کې د تخته بېګ پر چیک پوسټ ناڅرګنده وسله والو ډزې کړې دي، چې پکې یو د پولیسو او یو د امنیتي ځواکونو سرتیري وژل شوي دي.
سرکاري سرچینو شال نیوز ته ویلي دي، چې د وژل شوي پولیس سرتېري پېژندګلو د ،شمال خان شلماني، په نوم شوې ده. نوموړی د لنډي کوتل د شلمان سیمې اوسېدونکی و. سرچینې وايي، د امنیتي ځواکونو د وژل شوي سرتېري پېژندګلو د نظیر خان په نوم شوې ده.
د پولیسو په وینا، وسله والو د تخته بېګ پر چیک پوسټ ډزې وکړې او له پېښې وروسته وتښتېدل. د پېښې وروسته پولیسو او امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د برید کوونکو د لټون لپاره عملیات روان دي.
د برید زمه واري د تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې ده.


امان علي شینواری