کوټه : د بلوچستان پولیس وايي، چې په صوبه کې د جرمونو پر ضد د درې اوونیو عملیاتو پر مهال یې ۸۰۵ مشکوک کسان نیولي دي. د پولیسو ،د اګست د ۲۲مې، د وینا له مخې، په نیول شویو کسانو کې ۴۳ اعلان شوي مطلوب او ۲۹۶ هغه مشکوک کسان شامل دي چې له قانون څخه تښتېدلي وو.

 

پولیس وايي، چې د عملیاتو پر مهال یې ۱۸ تښتول شوي کسان هم ژوندي راخلاص کړي دي. د چارواکو په وینا، په دې موده کې وسلې، ۱۶۵ کیلو چرس، نږدې څلور کیلو اییس، غلا شوي ګاډي، موټرسایکلونه او موبایلونه هم ترلاسه شوي دي.

 

پولیس وايي، چې د نیول شویو کسانو پر ضد مقدمې ثبت شوې او تورونه به یې په عدالتونو کې څېړل کېږي.