کابل : د کابل په لوېدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې نن، د اګست په ۲۲مه، ماښام چاودنه شوې ده. ځايي سرچینو ویلي دي، چې چاودنه د دشت برچي پر عمومي سړک، د نانوايي تم ځای ته څېرمه، د «پیوند مارکېټ» مخې ته شوې ده. د عیني شاهدانو په وینا، په پېښه کې درې کسان برسېرن ژوبل شوي دي.
سرچینې وايي، چې چاودنه د لاسي بم له امله شوې ده، خو د کابل امنیتي چارواکو تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او لامل په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره کړي او کومې ډلې هم د پېښې مسوولیت نه دی منلی. ځايي سرچینې وايي، چې د چاودنې غږ د دشت برچي په لرې سیمو کې هم اورېدل شوی دی.
دا په نږدې یوه اونۍ کې په دشت برچي کې دویمه چاودنه ده. تېره دوشنبه د دشت برچي د مهدیه ښارګوټي په یو ښوونځي کې هم چاودنه شوې وه چې لسګونه زده کوونکي یې ژوبل کړي وو.


شال نیوز