کابل : د کابل ښار په لوېدیځ د دشت برچي په سیمه کې د نن مازیګر د چاودنې په اړه تازه معلومات ښيي چې پېښه د پخوانیو ناچاوده چاودېدونکو موادو له امله شوې او لږ تر لږه ۵۲ کسان پکې ټپیان شوي دي.

طلوع نیوز د یوې امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړی دی چې پېښه د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي کې شوې ده. سرچینې ویلي دي، چې د ټپیانو شمېر ښيي نور هم زیات شي.

د همدې امنیتي سرچینې په وینا، ناچاوده زاړه مواد د محمد علي ولد باقر په نوم یوه کس دغه ځای ته راوړي وو. تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې دغه مواد له کوم ځایه راوړل شوي وو او د څه لپاره هلته ساتل کېدل.

تر دې وړاندې ځايي سرچینو ویلي وو چې چاودنه نن ،اګست په ۱۷مه، یا ،د زمري پر ۲۶مه، شاوخوا د مازیګر په ۴:۳۰ بجې د دشت برچي د شهرک مهدیه په سیمه کې د «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي مخې ته شوې ده.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي وو چې یو شمېر زده کوونکي هم ټپیان دي او روغتونونو ته انتقال شوي دي. د تازه معلوماتو له مخې، پېښه د قصدي برید پر ځای د پخوانیو ناچاوده چاودېدونکو موادو د چاودنې په توګه څېړل کېږي. تر دې دمه د چا د وژل کېدو رسمي راپور نه دی ورکړل شوی.

امنیتي چارواکو لا دا نه دي ویلي چې په ټپیانو کې څومره زده کوونکي یا ماشومان شامل دي او د څو کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

شال نیوز د پېښې په اړه نور تازه معلومات څاري.