اسلام‌ اباد : په پاکستان کې د سیټلایټ انټرنېټ خدمتونو لپاره نوی قانوني چوکاټ وروستي پړاو ته رسېدلی دی او وفاقي حکومت وايي، چې د منظورۍ لپاره به کابینې ته وړاندې شي.

 

د معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې ،شزا فاطمې خواجه، ویلي دي، چې د سیټلایټ انټرنېټ لپاره د جوازونو نوی نظام تیار شوی دی. د پاکستان د مخابراتو ادارې هم د کورونو او عامو صارفینو لپاره د سیټلایټ خدمتونو ځانګړی جواز تیار کړی دی، خو د نویو جوازونو ورکول به د اړوندو قانوني او تنظيمي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته پېل شي.

 

دا پرمختګ په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو او پر پوله پرتو هغو ولسونو لپاره مهم دی، چې په ډېرو سیمو کې لا هم د موبایل له کمزوري یا نشت سیګنال او د انټرنېټ له محدودو اسانتیاوو سره مخ دي.

 

په شمالي او سویلي وزیرستان، باجوړ، مومندو، خیبر، کرمه او اورکزو ترڅنګ د بلوچستان او چترال په ډېرو لرې پرتو او غرنیو سیمو کې داسې کلي شته چې د موبایل ټاورونو سیګنال ورته په سمه توګه نه رسېږي او فایبر انټرنېټ هم نه لري.

 

سیټلایټ انټرنېټ د موبایل د عادي ټاور پر سیګنال متکي نه وي. د یو کور، دوکان، سکول یا دفتر پر بام یو ځانګړې ډش لګېږي چې په اسمان کې له سیټلایټونو سره رابطه جوړوي. بیا له همدې ډش څخه انټرنېټ د وای فای له لارې موبایلونو، کمپیوټرونو او نورو وسایلو ته رسېږي.

 

په دې توګه، هغه سیمه چې فایبر، د ټیلیفون کرښه یا نژدې موبایل ټاور ونه لري، بیا هم د سیټلایټ له لارې د انټرنېټ د ترلاسه کولو امکان لرلی شي. د دې لپاره برېښنا، ځانګړي وسایل او د اسمان پر لور نسبتاً خلاص ځای ضروري وي.

 

دا ټکنالوجي د قبایلي او سرحدي سیمو لپاره یوازې د ټولنیزو رسنیو خبره نه ده. په هغو سیمو کې چې اړیکې کمزورې دي، زده‌ کوونکي د انلاین تعلیم، کاروباریان د کاروبار، خلک د بینکدارۍ او سرکاري خدمتونو او روغتیايي مرکزونه د اړیکو لپاره انټرنېټ ته اړتیا لري. خبریالان هم له لرې پرتو سیمو څخه د خبر، عکس او ویډیو د لېږلو لپاره پر انټرنېټ تکیه کوي.

 

د یو کور لپاره به یې خرڅ څومره وي؟

 

د پاکستان لپاره تر اوسه د سټارلېنک یا ورته نورو سیټلایټ شبکو رسمي کورنی نرخ نه دی اعلان شوی. په پاکستاني رسنیو کې د خپرو شویو اټکلونو له مخې، د یو کور لپاره د سټارلېنک میاشتنی پکېج شاوخوا ۳۵ زره پاکستانۍ روپۍ او د ډش، روټر او نورو وسایلو لومړنی یو ځل خرڅ شاوخوا ۱۱۰ زره روپۍ اټکل شوی دی.

 

خو دا نرخونه رسمي نه دي او د خدمتونو تر پېل مخکې بدلېدی شي. وروستی خرڅ به د شرکتونو د رسمي پکېجونو، مالیاتو، د وسایلو د بیې او د حکومت د جواز له شرایطو سره تړلی وي.

 

همدا لوړه بیه بیا د قبایلي او سرحدي سیمو د عامو کورنیو لپاره یوه مهمه پوښتنه هم راپورته کوي. که یو کور د وسایلو لپاره شاوخوا یو لک روپۍ او هره میاشت لسګونه زره روپۍ ورکوي، نو د ډېرو کم عاید لرونکو کورنیو لپاره به د دې خدمت اخیستل اسانه نه وي.

 

له همدې امله، د سیټلایټ انټرنېټ د بریالیتوب اصلي ازموینه به یوازې دا نه وي چې سیګنال لرې سیمو ته رسېږي که نه؛ بلکې دا به هم وي چې حکومت او شرکتونه یې نرخ دومره راکم کولی شي که نه، چې د وزیرستان، باجوړ، مومندو، کرمې، خیبر، بلوچستان، چترال او نورو لرې پرتو سیمو عام خلک یې هم د اخیستو توان ولري.

 

تر اوسه په پاکستان کې سټارلېنک عام تجارتي خدمت نه دی پېل کړی. د حکومت د موجوده بهیر له مخې، لومړی باید قانوني او د جوازونو نظام بشپړ شي او وروسته به شرکتونه د خدمتونو د پېل لپاره اړین اجازتونه ترلاسه کوي.

 

که دا نظام عملي شي، سیټلایټ انټرنېټ د هغو قبایلي او سرحدي ولسونو لپاره د رابطې یوه نوې لار جوړېدی شي چې د ځمکنیو مخابراتي شبکو له کمزورۍ سره له کلونو راهیسې مخ دي.