مستونګ : د بلوچستان د مستونګ ضلعې په کډکوچه سیمه کې پر مزدورانو د یوه مبینه ډرون برید له امله څلور کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د پولیسو ډي ایس او رفیق بلوچ شال نیوز ته تایید کړې چې پېښه ،د اګست په ۲۱مه، د کډکوچه په «ګرو» سیمه کې شوې ده. د هغه په وینا، وژل شوي او ژوبل شوي کسان مزدوران وو او په سیمه کې یې کار کاوه.
رفیق بلوچ ویلي دي، چې د لږ تر لږه څلورو وژل شویو کسانو مړي حاجي ښار ته انتقال شوي دي، په داسې حال کې چې درې ژوبل کسان د درملنې لپاره روغتونونو ته وړل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې دوه نور کسان هم کوټې ته انتقال شوي، خو د هغوي د حالت او پېژندګلوۍ په اړه لا بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د ریسکیو سرچینو د ژوبلو کسانو نومونه علي رضا مینګل، د کډکوچه اوسېدونکی، نصیب الله ابړو او خالد حسین ښودلي دي. نصیب الله ابړو او خالد حسین د کچي د حاجي ښار اوسېدونکي بلل شوي دي.
د پولیسو او ځایي سرچینو د لومړنیو معلوماتو له مخې، برید د ډرون له لارې شوی بلل کېږي، خو تر اوسه دا دعوه په رسمي توګه نه ده تایید شوې چې چاودنه څه وه او اصلي هدف څوک و.
رفیق بلوچ ویلي دي، چې په سیمه کې پلټنې روانې دي او د پېښې د نوعیت، هدف او نورو جزیاتو د معلومولو لپاره تحقیقات کېږي. تر اوسه د بلوچستان حکومت یا نورو امنیتي ادارو په رسمي توګه د برید د مسؤلیت او د ډرون یا د چاودنې د نوعیت په اړه تفصیلي بیان نه دی خپور کړی.


نعيم اچکزئي