تخار : د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر د لومړي مرستیال ،امرالله صالح، په مشرۍ «زرغون بهیر» ویلي دي، چې ،د اګست پر ۱۹مه، یې د تخار ولایت په چال ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی دی.
زرغون بهیر پر خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي دي، چې د دې ډلې له «شنې قطعې» سره تړلو کسانو د سهار له اوو تر لسو بجو پورې د چال ولسوالۍ په سیمه کې وضعیت څارلی او وروسته یې پر یوې پوستې عملیات کړي دي.
دې ډلې دعوه کړې ده چې په برید کې طالب ځواکونو ته «درانه تلفات» اوښتي دي، خو د وژل شویو یا ژوبلو کسانو کره شمېر یې نه دی خپور کړی. زرغون بهیر ویلي دي، چې د دوي وسله وال تر برید وروسته له سیمې وتلي دي. د دې دعوو خپلواک تایید تر اوسه نه دی شوی.
«شنه قطعه» د زرغون بهیر له وسله والې عملیاتي څانګې سره تړلې ډله بلل کېږي. زرغون بهیر د امرالله صالح په مشرۍ فعالیت کوي. طالبانو تر اوسه د تخار د دې دعوه شوي برید په اړه عامه څرګندونې نه دي کړې.
په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ، په ځانګړي ډول بدخشان کې، د طالبانو پر ضد د وسله والو مخالفو ډلو د بریدونو او نښتو راپورونه زیات شوي دي. د اګست پر ۱۳مه د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار یو لوړپوړی طالب چارواکی هم په یو برید کې ووژل شو، او په همدې ولایت کې د طالبانو او ځینو مخالفو وسله والو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.


شال نیوز