کوټه : د بلوچستان صوبايي حکومت اعلان کړی دی چې د «بیان‌ المرصوص» په نوم به د نړیوالې خطاطۍ دوه ورځنی نندارتون د ۲۰۲۷م کال د مې پر ۹مه او ۱۰مه په کوټه کې جوړېږي. په دې نندارتون کې به د ترکیې په ګډون د اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو نومیالي خطاطان او هنرمندان برخه اخلي.

د بلوچستان اعلا وزیر ،میر سرفراز احمد بګټي، دا اعلان په کوټه کې د «رسولِ رحمت» په نوم د خطاطۍ د یو نندارتون د پرانیستې پر مهال کړی دی. نوموړي ویلي دي، چې صوبايي حکومت به د راتلونکي نړیوال نندارتون بشپړ ملاتړ کوي او د دې لویې هنري غونډې لپاره به تیاری له وړاندې پېل شي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخي، پلان دی چې دغه نندارتون د کوټې په سرینا هوټل کې جوړ شي او د خطاط واصل شاهد په همکارۍ به ورته د نړیوال معیار پروګرام برابر شي.

اعلا وزیر ویلي دي، چې د داسې نړیوالو کلتوري او هنري پروګرامونو کوربتوب به نړۍ ته دا پیغام ورسوي چې بلوچستان او په ځانګړي ډول کوټه د نړیوال معیار د هنري غونډو د جوړولو وړتیا لري. د هغه په خبره، صوبايي حکومت غواړي د بلوچستان کلتوري، هنري او مثبت اړخونه په نړیواله کچه وړاندې کړي.

ټاکل شوې ده چې په نندارتون کې د اسلامي خطاطۍ بېلابېل دودیز او هنري رنګونه وړاندې شي. که څه هم د ګډون کوونکو خطاطانو بشپړ نوملړ، د اثارو شمېر او د نندارتون تفصیلي پروګرام لا نه دی اعلان شوی، خو حکومت ویلي دي چې د ترکیې او د اسلامي نړۍ د بېلابېلو هېوادونو وتلي هنرمندان به ورته راوبلل شي.

د «بیان‌ المرصوص» نندارتون د بلوچستان لپاره د نړیوالې کچې د هنر او کلتور له مهمو اعلان شویو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي او د صوبايي حکومت په وینا، موخه یې دا ده چې کوټه د سیمې د کلتوري او هنري فعالیتونو د یو مهم مرکز په توګه هم معرفي شي.