زیارت / کوټه : د زیارت په منګي ډېم کې د خونړي برید د پلټنې لپاره جوړ شوي عدالتي کمېسیون خپله باقاعده کارروایي پېل کړې او له عامو خلکو، عیني شاهدانو، حکومتي ادارو او امنیتي ادارو یې غوښتي دي چې د پېښې په اړه خپل شواهد او معلومات د اګست تر ۲۸مې ور وسپاري. د کمېسیون راتلونکې اورېدنه هم د همدې ورځې لپاره ټاکل شوې ده.

د بلوچستان حکومت دغه یو کسیز عدالتي کمېسیون د بلوچستان هایکورټ د قاضي ،محمد عامر نواز رانا، په مشرۍ جوړ کړی دی. کمېسیون ،د اګست پر ۱۸مه، په خلاص عدالت کې د پېښې په اړه کارروایي وکړه، چې پکې اېډیشنل اټارني جنرل، د بلوچستان اېډوکېټ جنرل، پراسیکیوټر جنرل او د کمېسیون رجسټرار او سېکرټري حاضر وو.

د اورېدنې پر مهال د بلوچستان حکومت له خوا ټاکل شوي د پلټنې شرطونه ولوستل شول. کمېسیون امر وکړ چې د خلکو لپاره خپور شوی نوټس دې یو ځل بیا په پراخه کچه خپور شي، څو هر هغه کس چې د برید، امنیتي انتظاماتو، قوماندې یا د ادارو د غبرګون په اړه معلومات لري، خپل شواهد دې وړاندې کړي.

د عامه نوټس له مخې، خلک کولی شي ویډیوګانې، عکسونه، اسناد، عیني شاهدي یا نور اړوند معلومات د بلوچستان هایکورټ په کوټه کې د کمېسیون رجسټرار او سېکرټري ته وسپاري. د معلوماتو له وړاندې کوونکو غوښتل شوي دي چې خپل نوم، پته، د اړیکې شمېره او د شناختي کارډ کاپي هم ورسره ورکړي.

کمېسیون به په ځانګړي ډول دا معلوموي چې د جولایۍ د شپږمې د برید پر وخت په منګي ډېم کې امنیتي انتظامات څومره اغېزمن وو، د پولیسو د قوماندې او کنټرول نظام څنګه کار کاوه، د مختلفو امنیتي ادارو ترمنځ رابطه څومره وه او ایا د برید پر مهال اړینه مرسته پر وخت ورسېده که نه. د ممکنه غفلت، عملیاتي ناکامۍ او د امنیتي اصولو د نه عملي کېدو ذمه واري به هم د پلټنې برخه وي.

د بلوچستان اېډوکېټ جنرل او پراسیکیوټر جنرل ته ویل شوي دي چې د پلټنې د شرطونو په اړه خپلې لیکلې څرګندونې او بشپړ اړوند ریکارډ تر راتلونکې اورېدنې وړاندې کړي.

د منګي ډېم برید د جولایۍ پر شپږمه د زیارت د کچ منګي فېز درېم په سیمه کې د پولیسو پر اهلکارو شوی و. د لومړنیو راپورونو له مخې نهه پولیس د برید پر مهال وژل شوي وو او یو شمېر نور پولیس او ملکي کسان وسله والو له ځان سره وړي وو. وروسته ۱۸ نور تښتول شوي پولیس هم وژل شوي وو.

د پېښې له وروسته د بلوچستان حکومت د زیارت ایس پي معطل کړی او په لومړي پړاو کې یې یوه اعلا کچه انتظامي پلټونکې کمېټه هم جوړه کړې وه. هغې کمېټۍ ته د امنیتي انتظاماتو، قوماندې، د ادارو ترمنځ د رابطې او د ممکنه غفلت د معلومولو ذمه واري سپارل شوې وه.

خو د وژل شویو پولیسو کورنیو او احتجاج کوونکو د خپلواک عدالتي کمېسیون غوښتنه کوله. په کوټه کې د پولیسو د کورنیو له احتجاجونو وروسته حکومت د عدالتي پلټنې پر جوړولو ورسره سلا کړې وه.

اوس عدالتي کمېسیون هڅه کوي چې یوازې د برید څرنګوالی نه، بلکې د دې تر شا ممکنه امنیتي او قوماندې ناکامۍ هم په ګوته کړي. د پلټنې پایلې به دا هم روښانه کړي چې په داسې حساسو ځایونو کې د پولیسو د امنیت، وسلې، نفري، چټک غبرګون او د ادارو ترمنځ د رابطې په نظام کې کوم بدلونونه ضروري دي.