ګوادر : د بلوچستان د ګوادر ضلعې په اورمړه سیمه کې د مکران ساحلي لویې لارې پر سر د تېلو د یو ټانکر او موټر ترمنځ په سخت ټکر کې شپږ کسان وژل شوي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې دوه ښځې، دوه ماشومان او دوه نارینه شامل دي. ویل کېږي، چې ټول کسان په موټر کې سپاره وو او د ټکر له امله موټر سخت زیانمن شوی دی.
پېښه ،د اګست په ۱۹مه رمنځته شوې ده. د پېښې له خبر ترلاسه کېدو وروسته د ژغورنې ادارو او اړوندو چارواکو کارکوونکي سیمې ته رسېدلي او د وژل شویو کسانو مړي یې له موټر څخه را ایستلي دي.
مړي د قانوني چارو او پېژندګلوۍ لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. د پېښې دقیق لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی، خو لومړني معلومات ښيي چې ټانکر او موټر له یو بل سره سخت ټکر شوي دي. پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پېل کړې دي.
تر اوسه د وژل شویو کسانو نومونه او د هغوي د استوګنې سیمې په رسمي توګه نه دي اعلان شوي. د پېښې د دقیق وخت او نورو جزیاتو په اړه هم چارواکو لا بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي.


نعيم اچکزئي