خضدار : د بلوچستان په خضدار ضلعه کې د اسماء جتک کورنۍ یو ځل بیا له حکومت او عدالتي ادارو غوښتي دي چې د دوي د کورنۍ د غړو د وژنو او پرله‌ پسې ګواښونو روڼه او بې‌ طرفه پلټنه وکړي، تورن کسان ونیسي او کورنۍ ته بشپړ خوندیتوب ورکړي.

د اسماء جتک خور ،د اګست په ۱۹مه، شال نیوز ته ویلي دي، چې کورنۍ یې له اوږدې مودې راهیسې له ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ ده، خو تر اوسه ورته بشپړ انصاف نه دی رسېدلی. هغې له صوبايي حکومت، پولیسو او عدالتي ادارو غوښتي چې قضیه په جدي او روڼه توګه وڅېړي.

د کورنۍ دا غوښتنه وروسته له هغه بیا راپورته شوې ده چې د اسماء جتک پلار، ماسټر عنایت الله جتک، د اګست پر څلورمه په خضدار کې په ډزو ووژل شو. د کورنۍ په وینا، له دې وړاندې هم د دوي څو خپلوان وژل شوي او د کورنۍ غړو ته ګواښونه شوي دي.

د بلوچستان اسمبلۍ د عنایت الله جتک وژنه غندلې او له پولیسو یې د قضیې د پلټنو او د تورنو کسانو د نیولو په اړه د پرمختګ راپور غوښتی دی.

د بلوچستان حکومت د اسماء جتک د پلار او له دې قضیې سره د تړلو نورو پېښو د پلټنې لپاره د لوړې کچې د حقایقو موندلو کمېټه جوړه کړې ده. کمېټۍ ته ویل شوي دي چې د پېښو ټول اړخونه، موجود شواهد او د کورنۍ شکایتونه وڅېړي او خپل راپور حکومت ته وړاندې کړي.

د اسماء جتک خور شال نیوز ته وویل، چې د دوي اساسي غوښتنه دا ده چې د وژنو او ګواښونو بشپړه پلټنه وشي، په پېښو کې ککړ کسان عدالت ته وړاندې شي او د کورنۍ پاتې غړو ته داسې امنیت ورکړل شي چې د نورو احتمالي بریدونو مخه ونیول شي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ په شپږمه وسله وال د خضدار په سیمه کې د اسماء جتک کور ته ننوتل او هغه یې په زور له ځان سره یووړه. پولیسو دوه ورځې وروسته هغه د زهري په سیمه کې د عملیاتو پر مهال وموندله او ۱۴ مشکوک کسان یې ونیول، خو هغه کس چې د اصلي تورن په توګه یاد شوی و، له سیمې تښتېدلی و.

اسماء تر بېرته موندل کېدو وروسته د خپلې تښتونې په اړه خبرې کړې وې. د ۲۰۲۶م کال د اګست په لومړیو کې اسماء په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړه او د ځان او خپلې کورنۍ د خوندیتوب غوښتنه یې وکړه.

یوه ورځ وروسته یې پلار عنایت الله جتک د جومات پر لور د تګ پر مهال په ډزو ووژل شو. پولیسو وویل چې څېړونکي دا هم ارزوي چې ایا د نوموړي وژنه د اسماء د تښتونې له قضیې سره تړاو لري که نه.

د پلار د وژنې په قضیه کې د اسماء د ورور، پولیس کانسټیبل حمیدالله جتک، په شکایت څلور کسان نومول شوي دي. د پولیسو په وینا، په ایف‌ ايي ار کې د وژنې، ګواښونو، د وژونکو وسلو د کارولو او بلوا اړوند مادې شاملې شوې دي.

د بلوچستان حکومت وايي، چې د حقایقو موندلو کمېټه به د قضیې اړوند شواهد او معلومات راټولوي، خو تر اوسه د کمېټۍ وروستی راپور نه دی خپور شوی.