اسلام اباد : نړیوال ټکنالوژۍ شرکت ګوګل په پاکستان کې خپل لومړی رسمي دفتر پرانیستی او ویلي یې دي، چې غواړي په دغه هېواد کې د مصنوعي ځیرکتیا، معلوماتي ټکنالوژۍ، ګېمینګ او د ځوانانو د مسلکي مهارتونو د لوړولو پروګرامونه نور هم پراخ کړي.

د پاکستان د وزیراعظم دفتر ،د اګست پر ۱۸مه، ویلي دي چې د ګوګل د حکومتي چارو او عامه پالیسۍ مرستیال مشر ،ولسن وایټ، په مشرۍ د شرکت نهه کسیز پلاوي په اسلام اباد کې له وزیراعظم شهباز شریف سره لیدلي دي. په لیدنه کې په پاکستان کې د امریکا د سفارت شارژدافېرې نټالي بیکر هم ګډون کړی و.

 



شهباز شریف د ګوګل د دفتر پرانیسته د پاکستان د ډیجیټل اقتصاد او ټکنالوژۍ د سکتور لپاره مهم پرمختګ بللی دی. هغه ویلي دي، چې حکومت د «ډیجیټل نېشن پاکستان» تر نوم لاندې د حکومتي چارو، اقتصاد او عامه خدمتونو د ډیجیټل کولو لپاره پر یو شمېر پروګرامونو کار کوي او د ملي ډیجیټل چاپېریال د پراختیا ګڼې پروژې د عملي کېدو پرمختللو پړاوونو ته رسېدلې دي.

وزیراعظم ویلي دي، چې حکومت غواړي د معلوماتي ټکنالوژۍ بنسټیز جوړښت پیاوړی کړي او ځوانانو ته په معلوماتي ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا کې د روزنې پراخ فرصتونه برابر کړي. د هغه په وینا، له ګوګل په څېر نړیوالو ټکنالوژۍ شرکتونو سره همکاري کولی شي پاکستاني ځوانانو ته د نوو مهارتونو، کارموندنې او نړیوال ډیجیټل بازار ته د لاسرسي زمینه پراخه کړي.

د ګوګل مرستیال مشر ولسن وایټ ویلي دي، چې په پاکستان کې د شرکت ځایي دفتر به د دغه هېواد د ډیجیټل بدلون په برخه کې د ګوګل اوږدمهاله حضور پیاوړی کړي او د پاکستاني ځوانانو او سوداګرو لپاره به نوي فرصتونه رامنځته کړي. هغه ویلي دي، چې ګوګل غواړي په پاکستان کې د معلوماتي ټکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګېمینګ او نورو ډیجیټل برخو د مهارتونو پروګرامونه نور هم پراخ کړي.

ولسن وایټ همداراز د پاکستان له ځایي شریکانو سره د «کروم بوک» کمپیوټرونو د اسمبلۍ روانې پروژې ته اشاره کړې او ویلي یې دي، امکان شته چې په پاکستان کې جوړېدونکي کروم بوکونه په راتلونکي کې د سیمې نورو هېوادونو ته هم صادر شي.

د پاکستان وزیراعظم دفتر وايي، چې د شهباز شریف، ولسن وایټ، نټالي بیکر او نورو چارواکو په حضور کې د ګوګل د پاکستان دفتر د پرانیستې لوحه هم رسماً پرانیستل شوه.

د ګوګل ځایي دفتر پرانیسته په داسې وخت کې شوې ده چې پاکستان هڅه کوي د معلوماتي ټکنالوژۍ صادرات، د ځوانانو ډیجیټل مهارتونه او د نړیوالو ټکنالوژۍ شرکتونو پانګونه زیاته کړي. د ګوګل په وینا، د شرکت ځایي حضور به د پاکستان له حکومت، سوداګریزو ادارو او ټکنالوژۍ سکتور سره د همکارۍ د پراخولو زمینه برابره کړي.