کوټه / زیارت : د بلوچستان صوبايي حکومت ،د اګست په ۱۷مه، د زیارت په منګي بند کې د پمپ سټېشن پر امنیتي پوسته د خونړي برید د پلټنو لپاره یو لوړپوړی کمېشن جوړ کړی دی. په دغه برید کې ۲۷ پولیس وژل شوي وو.

کمېشن ته دنده سپارل شوې ده چې د برید ټول اړخونه وڅېړي او دا معلومه کړي چې وسله‌ وال څنګه پوستې ته ورسېدل، د پولیسو او نورو امنیتي ادارو ځواب پر وخت او اغېزناک و که نه، او په امنیتي انتظاماتو کې کومه نیمګړتیا موجوده وه که نه.

کمېشن به دا هم څېړي چې پر پوسته ګمارل شویو پولیسو ته د داسې برید د مقابلې لپاره مناسبې وسلې، نور امنیتي تجهیزات، کافی نفري او لازمې روزنې ورکړل شوې وې که نه.

صوبايي حکومت له عیني شاهدانو او هغو کسانو غوښتي دي چې د پېښې په اړه اسناد، ویډیوګانې، عکسونه یا نور معلومات لري، خپل شواهد له پلټنیز کمېشن سره شریک کړي.

د کمېشن د پلټنو تر بشپړېدو وروسته به د برید د امنیتي نیمګړتیاوو او د احتمالي غفلت په اړه موندنې حکومت ته وړاندې کېږي. تر اوسه د کمېشن وروستی راپور نه دی خپور شوی.