کوټه : د بلوچستان د سرښار کوټې پولیس وايي، چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د پلټنې او امنیتي عملیاتو پر مهال ۱۴ افغان وګړي د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیولي دي.
د پولیسو په وینا، دغه کسان ،د اګست په ۱۷مه، په کوټه کې د استوګنې پر مهال نیول شوي او چارواکي دعوه کوي چې له نیول شویو کسانو سره په پاکستان کې د قانوني اوسېدو معتبر اسناد نه وو.
پولیس وايي، په همدې عملیاتو کې څلور نور مشکوک کسان هم نیول شوي او لس داسې موټرسایکلونه یې ضبط کړي چې نمبر پلیټونه یې نه لرل.
د نیول شویو افغان وګړو د قانوني حیثیت په اړه تر اوسه یوازې د پولیسو ابتدایي معلومات مخې ته راغلي او دا لا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې له ټولو نیول شویو کسانو سره قانوني اسناد نه وو. د هغوي د عدالتي بهیر یا ممکنه ایستلو په اړه هم تر اوسه تفصیلات نه دي خپاره شوي.
د کوټې پولیسو د نننیو عملیاتو په اړه د نیول شویو کسانو نومونه، د نیولو مشخصې سیمې او دا چې د هغوي دوسیې به کله عدالت ته وړاندې کېږي، لا نه دي څرګند کړي.


نعيم اچکزئي