کوټه : د نېشنل پارټۍ مشر او د بلوچستان پخواني اعلا وزیر ،ډاکټر عبدالمالک بلوچ، ویلي دي، چې ګوند یې د هېواد د موجوده صوبو د وېش او د صوبايي سرحدونو د بدلولو مخالفت کوي او که په دې لړ کې عملي هڅه وشوه، پر ضد به یې سیاسي تحریک پېل کړي.
ډاکټر عبدالمالک بلوچ ،د اګست په۱۷مه، په کوټه کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د نوو صوبو د جوړولو بحث په داسې وخت کې راپورته کېږي چې هېواد له جدي اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی. د هغه په وینا، دا ډول بحثونه د خلکو پام له اصلي ستونزو اړوي.
نوموړي وویل، چې نېشنل پارټي به د صوبو د وېش او د موجوده صوبايي سرحدونو د بدلولو پر ضد ولسي او سیاسي ملاتړ راټول کړي او د مخنیوي لپاره به ټولې قانوني او سیاسي لارې وکاروي.
عبدالمالک بلوچ ټینګار وکړ چې د یوې صوبې د جغرافیې او سرحدونو په اړه هر ډول پرېکړه باید د پراخ سیاسي اتفاق او د اړوندو خلکو د رضایت له مخې وشي.
هغه دا هم وویل چې د پاکستان پيپلز پارټۍ، مسلم لیګ ن او جمعیت علما اسلام په ګډون یو شمېر لوي سیاسي ګوندونه هم یوازې پر انتظامي بنیادونو د نوو صوبو له جوړولو سره موافق نه دي.
د خلکو پام له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو څخه د اړولو په اړه د عبدالمالک بلوچ څرګندونې د نېشنل پارټۍ سیاسي دریځ دی؛ وفاقي حکومت تر اوسه دا خبره نه ده تایید کړې.
نېشنل پارټۍ خبرداری ورکړی دی چې که د موجوده صوبو د وېش یا د صوبايي سرحدونو د بدلولو لپاره عملي ګام پورته شي، ګوند به یې پر ضد منظم سیاسي تحریک پېل کړي.


نعيم اچکزئي