واشک : امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې د بلوچستان د واشک ضلعې په بسیما سیمه کې د کلي زېک او کاغلي ترمنځ د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات شوي، چې په ترڅ کې یې دوه وسله وال وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د سرچینو په وینا، عملیات ،د اګست په ۱۶مه، د بسیما له کمپ څخه شاوخوا ۱۲ کیلومتره شمال لوري ته ترسره شوي دي. امنیتي سرچینې وايي، چې د عملیاتو پر مهال له وسله والو سره ډزې وشوې او وروسته له سیمې وسلې، لاسي بمونه او د چاودېدونکو توکو د جوړولو لپاره کارېدونکي مواد ترلاسه شول.
امنیتي سرچینو د وژل شویو کسانو له ډلې د یو تن نوم ،مشتاق احمد، ښودلی او ویلي یې دي چې نوموړی په «کوه یار» مشهور و.
تر اوسه د وژل شویو او ژوبلو کسانو د تنظیمي تړاو په اړه کره او خپلواک معلومات نه دي خپاره شوي. همداراز د امنیتي سرچینو له خوا د دوو کسانو د وژل کېدو، د درېیو نورو د ژوبلېدو او د عملیاتو د نورو جزییاتو دعوې له خپلواکو سرچینو نه دي تایید شوې.
د عملیاتو په اړه د بلوچستان صوبايي حکومت یا د سیمې پولیسو تر اوسه جلا تفصیلي بیان نه دی خپور کړی.


نعيم اچکزئي