کوټه : د بلوچستان د سوراب ضلعې په ګدر سیمه کې د یوې وروستۍ پېښې پر مهال د شپږو کسانو د وژل کېدو او ۱۶ نورو د ژوبلېدو پر ضد بلوچستان نېشنل ګوند ،بي اېن پي، د اګست په ۱۶مه، په کوټه او د صوبې په یو شمېر نورو سیمو کې احتجاجي مظاهرې کړې دي.
په کوټه کې د بي اېن پي احتجاج د پرېس کلب مخې ته شوی، خو تر مظاهرې مخکې پرېس کلب ته پر تلونکو لارو خنډونه اېښودل شوي وو او د احتجاج ځای ته د خلکو پر تګ راتګ محدودیتونه لګېدلي وو.
بي اېن پي تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د اګست پر ۱۶مه به د سوراب د پېښې پر ضد په بلوچستان کې احتجاجونه کوي. د ګوند د مشرانو په وینا، په کوټه کې د احتجاج تر څنګ په یو شمېر نورو ضلعو او ښارونو کې هم مظاهرې شوې دي.
د بي اېن پي مشرانو د سوراب د پېښې د پلټنې لپاره د یوې خپلواکې حقایق موندونکې کمېټۍ د جوړولو غوښتنه کړې ده. ګوند ویلي دي، چې د احتجاجونو تر بشپړېدو وروسته به یې مرکزي مشران د راتلونکې تګلارې په اړه هم پرېکړه کوي.
د سوراب د پېښې د څرنګوالي په اړه بیا بېلابېل روایتونه مخې ته راغلي دي. بي اېن پي او ځینې بلوڅ سیاسي او مدني ډلې دعوه کوي چې ولسي خلک په هوايي برید کې په نښه شوي وو، خو د پېښې د دقیق څرنګوالي، د برید د هدف او د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې دعوې شوې دي.
تر اوسه د دغو ټولو دعوو خپلواک پخلی نه دی شوی. د همدې لپاره د پېښې د مسؤلیت او څرنګوالي په اړه وروستۍ نتیجه د یوې خپلواکې او شفافې پلټنې تر بشپړېدو مخکې نه شي ټاکل کېدی.


نعيم اچکزئي