کوټه : د بلوچستان اسمبلۍ ښځینه غړو د نوشکي ضلعې د کلي مېنګل اباد په سیمه کې د یوې مور او لور وژنه په سختو ټکو غندلې او ویلي یې دي، چې د ښځو او بې ګناه عامو خلکو په نښه کول د بلوچستان له دودونو او ارزښتونو سره هېڅ تړاو نه لري.
د لوبو په برخه کې د بلوچستان د اعلا وزیر مشاورې ،مینا مجید، د اګست په ۱۶مه، په کوټه کې یوې خبري غونډې ته ویلي دي، چې په نوشکي کې د بي بي حنیفه او بي بي حفصې وژنه یوه دردونکې او د غندنې وړ پېښه ده.
مینا مجید د حکومتي دریځ په حواله دعوه کړې ده چې په دې پېښه کې هغه وسله وال لاس لري چې چارواکي یې له «فتنه الهندوستان» سره تړي. هغې ویلي دي، چې وژل شوې ښځې عامې اوسېدونکې وې او له هېڅ وسله وال فعالیت سره یې تړاو نه درلود.
د نوموړې په وینا، اغېزمنه شوې کورنۍ له دې وړاندې د سېلاب له امله زیانمنه شوې وه او کور یې د پاکستان د پوځ په مرسته بېرته جوړ شوی و. هغې زیاته کړې چې بي بي حنیفه سرکاري ملازمه وه.
مینا مجید ویلي دي، چې د خلکو کورونو ته ننوتل او د بلوچ ښځو وژل نه د بلوچ دود استازیتوب کوي او نه هم د سیمې له ټولنیزو او قبایلي ارزښتونو سره سمون لري.
هغې ویلي دي، چې وسله وال یوازې امنیتي ځواکونه نه، بلکې عام خلک، ښځې او ماشومان هم په نښه کوي. د هغې په خبره، صوبايي حکومت او امنیتي ادارې د امن خرابوونکو پر ضد کارروایۍ کوي او چا ته به اجازه ورنه کړي چې د بلوچستان امن ګډوډ کړي.
مینا مجید له ولسه هم غوښتي دي چې د شکمنو وسله والو د پېژندنې او د هغوي پر ضد د کارروایۍ په برخه کې له امنیتي ادارو سره همکاري وکړي.
د بلوچستان اسمبلۍ پخوانۍ سپیکرې راحیله حمید درانۍ هم د پېښې سخته غندنه کړې او ویلي یې دي، چې په کورونو کې د ښځو په نښه کول او وژل د منلو وړ نه دي. هغې ویلي دي، چې په یوویشتمه پېړۍ کې دا ډول تشدد د افسوس وړ دی او د نړیوالو بشري اصولو له مخې هم ښځې د جګړو او شخړو پر مهال د خوندیتوب حق لري.
د بلوچستان اسمبلۍ غړې غزاله ګوله هم د بي بي حنیفه او بي بي حفصې وژنه غندلې او ویلي یې دي، چې په دې پېښه کې ککړ کسان باید ونیول شي او د قانون له مخې سزا ورکړل شي.
مینا مجید ویلي دي، چې د بي بي حنیفه او بي بي حفصې وژنه یوازې د یوې کورنۍ غم نه دی، بلکې د صوبې د ټولو امن غوښتونکو او پرمختګ غوښتونکو خلکو لپاره یوه دردونکې پېښه ده.
هغې د بشري حقونو پر ادارو او مدني ټولنې هم غږ کړی دی چې د ښځو او بې ګناه خلکو د وژنې پر وړاندې غږ پورته کړي او د داسې پېښو په غندنه کې یو شان دریځ خپل کړي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې، او د حکومتي چارواکو هغه دعوه هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې برید کوونکي له کومې ځانګړې وسله والې ډلې سره تړاو لري.


نعيم اچکزئي