تورخم : پاکستان د تورخم له لارې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ۷۲۴ ټرکونو د اوښتو اجازه ورکړې ده. ملګري ملتونه وايي، چې په دغو ټرکونو کې بار مرستندویه سامان افغانستان ته رسېدلی او پر هغو کورنیو وېشل شوی دی چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګی مشر ،محمد یحیی، د اګست په ۱۴مه، ویلي دي، چې ټول ۷۲۴ ټرکونه د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي دي. هغه د پاکستان له حکومت او هغو ادارو مننه کړې ده چې د بشري مرستو د لېږد په بهیر کې یې اسانتیا برابره کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ،اسحاق ډار، هم ویلي دي، چې اسلام اباد افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسولو لپاره اسانتیا برابره کړې او د افغان ولس لپاره د بشري مرستو د لېږد ملاتړ کوي.
د چارواکو په وینا، په دغو مرستو کې خوراکي توکي او نور اړین بشري سامان شامل دی، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته رسول شوی دی.
د تورخم له لارې د بشري مرستو د ټرکونو تګ په داسې حال کې شوی دی چې دغه لاره د عادي سوداګریز تګ راتګ لپاره لا هم تړلې ده. له همدې امله، د ۷۲۴ ټرکونو اوښتل د عادي تجارت د بیا پېلېدو معنا نه لري، بلکې دا اجازه یوازې د بشري مرستو لپاره ورکړل شوې ده.
تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ، مسافرو او بشري مرستو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي. د لارې تړل کېدو د دواړو غاړو سوداګري او د سامانونو لېږد اغېزمن کړی، خو د بشري اړتیاوو له امله د مرستو ټرکونو ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې ده.


شال نیوز