کراچۍ : په پاکستان کې د مال وړونکو ټرکونو او خوراکي تېلو د ټېنکرو هړتال اتمې ورځې ته داخل شوی دی او د حکومت او ټرانسپورټرانو ترمنځ د شخړې د هواري لپاره نن ،د اګست په ۱۶مه، په کراچۍ کې د لوړې کچې مهمې خبرې کېږي.
د حکومتي او د ټرانسپورټ اتحادیې سرچینو ،شال نیوز، ته ویلي دي، چې وفاقي وزیر عبدالعلیم خان، د سند ګورنر، د صوبايي حکومت چارواکي او د ال پاکستان ګوډز ټرانسپورټ اتحاد مشران به نن په کراچۍ کې سره کېني او د هړتال د ختمولو لپاره به پر پاتې اختلافونو خبرې وکړي.
سرچینې وايي، چې حکومت هڅه کوي چې د ټرانسپورټرانو له مشرانو سره داسې هوکړې ته ورسېږي چې له مخې یې د مال وړونکو ګاډو تګ راتګ بېرته پېل شي او په بندرونو، کارخانو او مارکېټونو کې د مالونو د بندېدو روانه ستونزه ختمه شي.
د هړتال له امله د کراچۍ په بندرونو کې د کنټېنرونو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او د وارداتي او صادراتي مالونو په لېږد کې ځنډ راغلی دی. د بندرونو چارواکي وايي، چې که هړتال نور هم اوږد شي، د کنټېنرونو د ساتلو ځایونه به تر نور فشار لاندې راشي او د سوداګریزو مالونو په لېږد کې به ستونزې لا زیاتې شي.
د ال پاکستان ګوډز ټرانسپورټ اتحاد مشران وايي، چې د دوي زرګونه مال وړونکي ګاډي په بېلابېلو ښارونو او لویو لارو کې ولاړ دي او هړتال به تر هغې دوام وکړي چې حکومت د دوي پر مهمو غوښتنو عملي پرېکړه نه وي کړې.
د ټرانسپورټرانو یوه مهمه غوښتنه دا ده چې پر مال وړونکو ګاډو لګېدلې اووه فیصده وِدهولډنګ مالیه دوه فیصدو ته راکمه شي. د اتحادیې مشران وايي، چې د خوراکي تېلو د ټېنکرو لپاره دا مالیه دوه فیصده ده، نو د مال وړونکو نورو ګاډو لپاره هم باید همدا شرح وټاکل شي.
حکومتي سرچینې بیا وايي، چې د مالیې په شرح کې ځینې بدلونونه د موجوده مالي قانون له مخې په سمدستي ډول نه شي کېدی او کېدی شي د راتلونکي مالي قانون یا بجټ له لارې پرې پرېکړه وشي.
ټرانسپورټران د ټال ټیکسونو په زیاتوالي، د اېکسل لوډ په قانون، د ډېزلو د بیو او د کسټمز له خوا د ګاډو د نیولو په طریقه هم اعتراضونه لري. د هغوي غوښتنه ده چې د اېکسل لوډ قانون دې په ټول هېواد کې یو شان عملي شي او اضافي بار دې د مال د پورته کېدو له ځایه کنټرول شي.
سرچینې وايي، چې حکومت پر ځینو غوښتنو د نرمښت نښې ښودلې دي او د ټرکونو او ټرېلرو لپاره د پارکینګ، د بار د وزن د اصولو او ځینو انتظامي ستونزو په اړه د حل لارې تر بحث لاندې دي.
د هړتال اغېز یوازې د ټرانسپورټ تر سکټور محدود نه دی. د سوداګرۍ او صنعت استازي وايي، چې د خامو موادو، خوراکي توکو او صادراتي مالونو په لېږد کې ځنډ د کارخانو پر تولید او د هېواد پر تجارت هم اغېز کړی دی.
د صنعت استازو خبرداری ورکړی دی چې که هړتال نور هم دوام وکړي، په ځینو ښارونو کې د خوراکي او نورو ضروري توکو رسد اغېزمنېدی شي او په مارکېټونو کې د بیو د لوړېدو خطر هم شته.
د سند اعلا وزیر مراد علي شاه تر دې وړاندې ویلي وو چې د ټرانسپورټرانو ډېرې ستونزې حل شوې او یوازې څو مهم ټکي پاتې دي، خو د اګست تر ۱۶مې هړتال لا روان دی.
د حکومتي او د ټرانسپورټ اتحادیې سرچینو شال نیوز ته ویلي دي، چې د نن ورځې خبرې د روانې شخړې د ختمولو لپاره مهمې بلل کېږي، خو تر اوسه وروستۍ لیکلې هوکړه نه ده شوې او د هړتال د ختمېدو رسمي اعلان هم نه دی شوی.


شال نیوز