اسلام اباد / واشنګټن : پاکستاني زده کوونکي د ناسا په یوه نړیواله فضايي سیالۍ کې د ګډون موقعه لري، چې پکې زده کوونکي د سپوږمۍ په شان په سختو او ناهمواره سیمو کې د تګ راتګ لپاره ځانګړي موټرونه طرحه او جوړوي.
د ناسا د «انساني انکشافي روور سیالي» د امریکا تر څنګ د نړۍ د نورو هېوادونو د ښوونځیو، کالجونو او پوهنتونونو زده کوونکو ته هم پرانیستې ده. نړیوالې تعلیمي ادارې هم د دې سیالۍ لپاره ټیمونه وړاندې کولی شي، نو د پاکستان زده کوونکي هم د خپلو ښوونځیو، کالجونو او پوهنتونونو له لارې د ګډون امکان لري.
په دې سیالۍ کې زده کوونکي داسې ځانګړي موټرونه جوړوي چې د سپوږمۍ په شان په سخته او ناهمواره ځمکه حرکت وکړی شي او ټاکل شوې تخنیکي دندې ترسره کړي. ګډون کوونکي ټیمونه د موټر د طرحې، جوړولو او ازموینې پړاوونه ترسره کوي.
دا سیالي زده کوونکو ته موقعې ورکوي چې د انجینرۍ، روبوټ جوړونې، میخانیک، برېښنايي وسایلو او فضايي ټکنالوژۍ په برخو کې عملي تجربه ترلاسه کړي او خپلې طرحې د ناسا د ماهرینو په وړاندې وړاندې کړي.
هغه پاکستاني ښوونځي، کالجونه او پوهنتونونه چې د ګډون دلچسپي لري، د سیالۍ بشپړ شرایط، لارښوونې او د درخواست طریقه د ناسا په دې رسمي پاڼه کې کتلی شي:
https://www.nasa.gov/learning-resources/nasa-human-exploration-rover-challenge/


شال نیوز