اسلام اباد : د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په خپل تازه اوونیز امنیتي راپور کې ویلي دي، چې د اګست له ۷مې تر ۱۲مې پورې د شپږو ورځو په موده کې په ټول پاکستان کې ۳۶ وسله وال بریدونه ثبت شوي دي. د ادارې په وینا، په دې بریدونو کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.
د راپور له مخې، بلوچستان تر ټولو زیات اغېزمن شوی او په دې صوبه کې ۱۸ وسله وال بریدونه ثبت شوي دي، چې د ټول هېواد د ثبت شوو بریدونو نیمایي جوړوي. په خیبر پښتونخوا کې ۹ او د پخوانیو قبایلي ضلعو په سیمو کې هم ۹ بریدونه ثبت شوي دي.
د انسټیټیوټ معلومات ښيي چې که څه هم د وسله والو بریدونو شمېر لا هم لوړ پاتې شوی، خو د تېرې اوونۍ په پرتله د مرګ ژوبلې کچه کمه شوې ده. په مخکینۍ اووه ورځنۍ موده کې ادارې ۳۹ وسله وال بریدونه ثبت کړي وو، چې په هغو کې ۶۴ کسان وژل شوي او ۶۳ نور ژوبل شوي وو.
راپور وايي، چې په همدې شپږو ورځو کې امنیتي ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې ۱۵ عملیات هم ترسره کړي دي. د ادارې د راټولو شوو معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې د ۴۷ وسله والو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی، درې ملکي کسان وژل شوي او درې امنیتي سرتېري ژوبل شوي دي.
بلوچستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له پلوه هم تر ټولو مخکې و. راپور وايي، چې په دې صوبه کې نهه عملیات ثبت شوي دي چې امنیتي ادارو پکې د ۳۴ وسله والو د وژل کېدو دعوه کړې ده. په سویلي وزیرستان او هنګو کې هم د وسله والو پر ضد عملیات شوي او د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.
په راپور کې د اګست د ۱۲مې د سوراب پېښه د دې دورې له مهمو امنیتي پېښو څخه بلل شوې ده. د پاکستان امنیتي ځواکونو ویلي وو، چې په سوراب کې د چاودېدونکو توکو ډک یو موټر د چمتو کولو پر مهال له وخته مخکې چاودېدلی او اته وسله وال پکې وژل شوي دي.
وروسته د تصفیوي عملیاتو پر مهال د لسو نورو وسله والو د وژل کېدو دعوه وشوه. په دې حساب امنیتي ادارو د ۱۸ وسله والو د وژل کېدو خبره کړې وه.
خو د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په خپل راپور کې روښانه کړې ده چې د سوراب د پېښې په اړه متضاد روایتونه شته او ځینو نورو سرچینو د ملکي مرګ ژوبلې شمېر لوړ ښودلی دی. اداره وايي، چې په بلوچستان کې د امنیتي پېښو په اړه محدود خپلواک لاسرسی او د بېلابېلو خواوو متفاوتې دعوې د کره تصویر ترلاسه کول ستونزمنوي.
د خپلواکۍ ورځې تر مخه د امنیتي ګواښونو له زیاتېدو سره په بلوچستان کې امنیتي تدابیر هم سخت شوي وو. د راپور له مخې، په کوټه او یو شمېر نورو ضلعو کې د پولیسو او فرنټیر کور اضافي ځواکونه ځای پر ځای شوي، تلاشي زیاته شوې او په ځینو سیمو کې د موبایل او انټرنېټ خدمتونه هم د احتیاطي تدابیرو په توګه ځنډول شوي وو.
د راپور شمېرې د پاکستان د حکومت رسمي احصاییه نه ده. دا د پاکستان انسټیټیوټ فار کانفلیکټ اېنډ سکیورټي سټډیز خپل راټول شوي معلومات دي، چې د امنیتي پېښو، رسنیزو راپورونو او نورو سرچینو پر بنسټ ترتیبوي. له همدې امله د هرې جلا پېښې مرګ ژوبله، مسئولیت او نور جزییات باید له رسمي او خپلواکو سرچینو سره جلا تایید شي.


شال نیوز