د باجوړ د سلارزئ قام مشرانو، د اپرېل په ۲۶مه، په یوه لویه جرګه کې پرېکړه کړې ده چې په خپله سیمه کې به د امنیت خرابوونکو ته هېڅ د اوسېدو اجازه ورنکړي.

 

دغه جرګه د صوبايي اسمبلۍ غړي انور زیب خان د کور په انګړ کې، چې د راغګان په سیمه کې موقعیت لري، جوړه شوې وه. په جرګه کې د سیمي ګڼ شمېر مخورو او قامي مشرانو ګډون کړی و.

 

ګډونوالو په اتفاق سره وویل چې د سلارزئ په خاوره کې به شرخوښو ته نه د اوسېدو اجازه ورکړل شي او نه به ورته پناه ورکول کېږي. دوي ټینګار وکړ چې د امن خرابولو هره هڅه به په ګډه شنډه کړي.

 

په غونډه کې د بانډه دره مانو او چنار سیمو د امنیتي وضعیت او د روان نااعلان شوي ګرځبندېز په اړه هم بحث وشو. مشرانو د خلکو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار وکړ.

 

د جرګې د پرېکړې له مخې، قامي مشران به زر له حکومتي چارواکو سره وویني، څو خپل دریځ ورسره شریک کړي او د سیمي د تلپاتي امن لپاره عملي ګامونه پورته شي.

 

په پای کې له خلکو غوښتنه وشوه چې له زغم څخه کار واخلي او د امن د ټینګښت لپاره له قبایلي مشرانو سره همکاري وکړي.