اسلام اباد : د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ،ایسپن بارت اېده، د دوه ورځني رسمي سفر لپاره نن ،د اګست په ۱۳مه، پاکستان ته رسېږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دا په نږدې لسو کلونو کې د ناروې د بهرنیو چارو د یو وزیر لومړی د پاکستان سفر دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ،د اګست پر ۱۲مه، د سفر په اړه ویلي وو چې ایسپن بارت اېده د نایب وزیراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په بلنه د اګست پر ۱۳مه او ۱۴مه پاکستان ته سفر کوي.
د سفر پر مهال به د ناروې د بهرنیو چارو وزیر له اسحاق ډار او نورو پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي. د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ به هم رسمي مذاکرات کېږي، چې پکې به د پاکستان او ناروې د دوه اړخیزو اړیکو پر بېلابېلو اړخونو خبرې وشي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د خبرو مهمو موضوعاتو کې تجارت او پانګونه، اقلیمي بدلون، نوې کېدونکې انرژي، تعلیم او د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د اړیکو پراخول شامل دي. دواړه خواوې به د سیمې او نړۍ پر مهمو سیاسي او امنیتي حالاتو هم د نظر تبادله کوي.
پاکستان او ناروې له اوږدې مودې راهیسې سفارتي اړیکې لري. دواړو هېوادونو په ۱۹۴۸م کال کې سفارتي اړیکې ټینګې کړې وې او په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون، تعلیم، بشري مرستو او اقتصادي همکاریو په برخو کې د دوي ترمنځ اړیکې روانې پاتې شوې دي.
په ناروې کې د پاکستاني اصل لسګونه زره کسان ژوند کوي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ولسونو په کچه اړیکې هم ځانګړی اهمیت لري. ناروې په پاکستان کې د تعلیم، خوراکي خوندیتوب، د اقلیمي افتونو پر وړاندې د مقابلې او د زیان منونکو خلکو د ملاتړ په یو شمېر پروګرامونو کې هم مرسته کړې ده.
د ناروې حکومت په تېرو کلونو کې د پاکستان د اقلیمي ستونزو، په ځانګړې توګه د سیلابونو او د موسم د سختو بدلونونو په اړه د همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی. د ناروې د بهرنیو چارو وزیر هم پاکستان د سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه د خبرو لپاره مهم هېواد بللی دی.
د ایسپن بارت اېده سفر په داسې وخت کې کېږي چې په منځني ختیځ کې سیاسي او امنیتي کړکېچ د نړیوالې ډیپلوماسۍ یوه مهمه موضوع ده. ناروې په وروستیو میاشتو کې د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د پاکستان د منځګړیتوب د هڅو ستاینه هم کړې ده.
تمه ده چې د اسلام اباد په خبرو کې به د منځني ختیځ روان حالات، د سیمې امنیت، د نړیوال تجارت پر وړاندې ستونزې او د نورو مهمو نړیوالو موضوعاتو په اړه هم بحث وشي.
پاکستاني چارواکي تمه لري چې دا سفر به له ناروې سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخولو، د تجارت او پانګونې د زیاتولو او په پاکه انرژۍ او اقلیمي بدلون کې د ګډ کار لپاره نوې لارې پرانیزي.
ایسپن بارت اېده به خپل دوه ورځنی رسمي سفر د اګست پر ۱۴مه پای ته ورسوي.


شال نیوز