د پاکستان د پټرول پمپونو د مالکانو اتحادیې حکومت ته ۷۲ ساعته وخت ورکړی او خبرداری یې ورکړی دی چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو د اګست له ۱۵مې سهار شپږ بجې به د احتجاج په توګه په ټول پاکستان کې پټرول پمپونه د نامعلومې مودې لپاره وتړي.
د اتحادیې مشرانو ،د اګست په ۱۲مه، ویلي دي، چې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د پټرول پمپونو مالکانو له مشرتابه غوښتنه کړې ده چې د خپلو مطالبو د منلو لپاره عملي احتجاج وکړي. د اتحادیې په وینا، ورسره د شاوخوا ۱۴ زره پټرول پمپونو مالکانو او ډیلرانو استازي تړلي دي.
د پمپونو د مالکانو یوه مهمه غوښتنه دا ده چې د پټرولو او ډیزلو په خرڅلاو کې د دوي د ګټې برخه اته سلنې ته لوړه کړل شي. اتحادیه وايي، چې د برېښنا، مزدورۍ، کرایو او نورو کاروباري خرڅونو له زیاتېدو سره اوسنی کمېشن د پټرول پمپونو د چلولو لپاره کافي نه دی.
اتحادیې د تېلو د نرخونو د ورځني بدلون پر نظام هم اعتراض کړی دی. د پمپونو مالکانو په وینا، د نرخونو پرله پسې بدلون د موجوده ذخیرې په ارزښت کې فرق راولي او په ځینو حالاتو کې دوي له مالي تاوان سره مخ کوي.
د اتحادیې چارواکي وايي، چې تر دې وړاندې یې هم له وفاقي حکومت او د پټرولیم وزارت له چارواکو سره د خپلو ستونزو په اړه خبرې کړې وې او حکومت ورته د حل ډاډ ورکړی و، خو د دوي په وینا، تر اوسه پر مهمو غوښتنو عملي پرمختګ نه دی شوی.
اتحادیې ویلي دي، چې که په ورکړل شوي ۷۲ ساعته وخت کې له حکومت سره موافقه ونه شي، نو د اګست له ۱۵مې به د احتجاج په توګه په لویو او وړو ښارونو کې پټرول پمپونه وتړل شي او دا بندیز به د غوښتنو تر منل کېدو پورې روان وي.
تر اوسه وفاقي حکومت د دې تازه خبرداري په اړه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې.
که د پټرول پمپونو د مالکانو اعلان شوی احتجاج عملي شي، نو د عامه او مال وړونکو ګاډو، کاروبارونو او د تېلو د رسد پر چارو د اغېز اندېښنه شته، په ځانګړي ډول په داسې وخت کي چې د ټرانسپورټ په برخه کي نور احتجاجونه هم روان دي.


شال نیوز