نیویارک : د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۹مې کلیزې له رارسېدو څو ورځې مخکې، د نیویارک په بروکلین کې مېشتو زرګونو پاکستاني امریکایانو د خپلواکۍ په یوه لویه کلتوري مېله کې ګډون وکړ، چې د نیویارک ښاروال ،زهران ممداني، او مشهور پښتون سندرغاړي ،رحیم شاه، هم پکې برخه واخیسته.

دغه مېله ،داګست په ۹مه، د بروکلین د کوني اېلنډ اېونیو په هغه سیمه کې جوړه شوې وه چې د پاکستاني ټولنې د ګڼ مېشتوالي له امله په عام ډول د «لټل پاکستان» په نوم پېژندل کېږي.

د مېلې انتظام د علامه اقبال کمیونټي سنټر کړی و. ښاروال زهران ممداني په خپله وینا کې دا غونډه د پاکستاني نیویارکیانو یوه مهمه ټولنیزه او کلتوري غونډه وبلله او په ښار کې یې د پاکستاني امریکایانو د ونډې ستاینه وکړه.

ممداني د خپلې وینا په پېل کې ګډونوالو ته په «السلام علیکم» سلام وکړ او ویې ویل چې یو ځل بیا د پاکستانۍ ټولنې په منځ کې شتون ورته د خوښۍ خبره ده. هغه وویل، چې کله چې د پاکستاني نیویارکیانو دې ټولنې ته ګوري، داسې خلک ویني چې د نیویارک په جوړولو او ورځني ژوند کې مهم رول لري.

ممداني په ځانګړې توګه پاکستاني ډاکټران، وکیلان، ټکسي چلوونکي، ساختماني مزدوران، هنرمندان او د ښار کارکوونکي یاد کړل او ویې ویل، چې د دې ټولنې خلک د خپلو کورنیو او د نیویارک د ښه راتلونکي لپاره سخت کار کوي.

ښاروال وویل، چې پاکستاني نیویارکیان پر خپلو پاکستاني ریښو ویاړي او په عین وخت کې یې د نیویارک په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې خپل ځانګړی ځای جوړ کړی دی.

په مېله کې د نیویارک پبلک اېډوکېټ جوماني ویلیامز، د ښاروالۍ د مهاجرینو چارو کمېشنره فایزه علي، د ټکسي او لیموزین کمېشنره میدوري والدیویا، د علامه اقبال کمیونټي سنټر مشر محمد ناصر اعوان، حسن ناصر اعوان او د پاکستانۍ ټولنې یو شمېر نورو مشرانو او فعالانو هم ګډون کړی و.

د پاکستان د خپلواکۍ مېله د سیاست او ټولنیزو ویناوو ترڅنګ د موسیقۍ او کلتوري پروګرامونو له امله هم د ګډونوالو د پام مرکز وه. مشهور پښتون او پاکستاني سندرغاړي رحیم شاه په مېله کې ژوندۍ سندرې وړاندې کړې.

د مېلې له تنظیموونکو سره تړلو خپرونو کې رحیم شاه تر پروګرام مخکې هم په یوه ویډیويي پیغام کې د خپل ګډون اعلان کړی و او خلکو ته یې بلنه ورکړې وه چې د بروکلین د خپلواکۍ په مېله کې ورسره یوځای شي.

له مېلې وروسته خپرو شویو ویډیوګانو کې رحیم شاه د سټېج پر سر د ګڼ شمېر ګډونوالو مخې ته د سندرو ویلو پر مهال لیدل کېږي. د رحیم شاه د سندرو پر مهال ګڼو ګډونوالو د پاکستان بیرغونه رپول، ځوانانو ګډا کوله او د مېلې چاپېریال د پاکستان په شنو او سپینو رنګونو رنګین شوی و.

په کوني اېلنډ اېونیو کې د پاکستان د خپلواکۍ مېلې پخوانی دود هم لري. دغه سیمه له څو لسیزو راهیسې د نیویارک د پاکستانۍ ټولنې یو مهم مرکز دی او د خپلواکۍ په مناسبت پکې کلتوري مېلې، د پاکستاني خوړو سټالونه، موسیقي او د کورنیو لپاره بېلابېل پروګرامونه جوړېږي.

د بروکلین د هنرونو شورا د دې سیمې د پخوانیو خپلواکۍ مېلو په اړه ویلي دي چې دغه ډول پروګرامونه په تېرو کلونو کې تر ۱۵ زرو پورې پاکستاني امریکایان راجلب کړي او د پاکستاني خوراکونو، موسیقۍ، لاسي صنایعو، جامو او ماشومانو د ساعتېرۍ لپاره پکې ځانګړي ځایونه جوړېږي.

د یکشنبې مېله هم د پاکستاني کلتور، موسیقۍ او ملي هویت د څرګندولو ترڅنګ د هغو کډوالو نسلونو لپاره د یوځای کېدو فرصت و چې په امریکا کې ژوند کوي، خو له پاکستان سره خپل کلتوري او کورنی تړاو ساتي.

د ښاروال زهران ممداني ګډون هم په ځانګړې توګه د پام وړ و، ځکه هغه په خپله وینا کې د پاکستانۍ ټولنې حضور یوازې د یوې کډوالې ټولنې په توګه ونه یاداوه، بلکې ویې ویل چې پاکستاني امریکایان د نیویارک د ورځني ژوند او د ښار د ټولنیز جوړښت برخه دي.

پاکستان د ۱۹۴۷م کال د اګست په ۱۴مه له بریتانوي واکمنۍ خپلواکي ترلاسه کړه. په امریکا کې مېشت پاکستاني وګړي هر کال د اګست په میاشت کې د خپلواکۍ په مناسبت په نیویارک او نورو ښارونو کې مېلې، پریډونه او کلتوري پروګرامونه جوړوي.

د بروکلین د اګست نهمې مېله هم د همدې لړۍ یوه برخه وه، چې پکې د پاکستان بیرغ، پښتو او اردو موسیقي، دودیز کالي او پاکستاني خواړه د زرګونو ګډونوالو لپاره د خپل وطن له کلتور سره د تړاو وسیله وګرځېدل.