اسلام ‌اباد : د پاکستان انتخاباتي کمېشن د پخواني وزیراعظم ،شاهد خاقان عباسي، له خوا جوړ شوی «عوام پاکستان» ګوند د خپلمنځي ټاکنو نه ترسره کولو له امله له رسمي نوملړه حذف کړی دی.

 

کمېشن ،د اګست په ۸مه، ویلي دي، چې ګوند د خپلمنځي ټاکنو د ترسره کېدو ثبوت نه دی سپارلی. سربېره پر دې، ګوند د عایداتو، لګښتونو، شتمنیو او ذمه‌ واريو کلني حسابونه هم نه دي جمع کړي.

 

د کمېشن د پرېکړې له مخې، عوام پاکستان تر هغې د خپل نوم او انتخاباتي نښې لاندې په ټاکنو کې برخه نه شي اخیستلی، څو بېرته ثبت نه شي او ټول قانوني شرطونه پوره نه کړي.

 

د ډان د راپور له مخې، انتخاباتي کمېشن ګوند ته مخکې خبرتیاوې ورکړې وې او د خپلمنځي ټاکنو لپاره یې درې میاشتې وخت هم ورکړی و؛ خو د ګوند له خوا وړاندې شوي اسناد یې د منلو وړ نه دي بللي.