ډاکټر محمد نجیب الله احمدزی د ۱۹۴۷م کال د اګست پر شپږمه د پکتیا په ګردېز ښار کې زېږېدلی و. هغه د کابل پوهنتون د طب پوهنځي زده کړې بشپړې کړې او په ۱۹۷۵م کال کې یې د طب سند ترلاسه کړ. خو وروسته یې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې مهم رول ولوباوه.
نجیب الله په ۱۹۶۰مو کلونو کې د افغانستان د خلکو له دیموکراتیک ګوند سره یو ځای شو. په ۱۹۸۰مو کلونو کې د دولتي امنیت ادارې، چې د «خاد» په نوم یادېده، مشر وټاکل شو. په ۱۹۸۶م کال کې د ګوند مشر او په ۱۹۸۷م کال کې د افغانستان جمهور رییس شو.
د هغه حکومت د شوروي اتحاد په سیاسي، پوځي او اقتصادي ملاتړ ولاړ و او د مجاهدینو له وسله والو ډلو سره د جګړې په سختو کلونو کې یې هېواد اداره کړ. د خاد د مشرۍ له امله د هغه پر حکومت د نیونو، شکنجو او سیاسي ځپنې په اړه سختې نیوکې هم شوې، خو د نجیب الله د میراث مهمه برخه د ملي روغې جوړې تګلاره وه.
نجیب الله هڅه وکړه چې د جګړې د پای لپاره له مخالفو ډلو سره خبرې وکړي. هغه د اوربند، عمومي بښنې، د مخالفینو سیاسي ګډون، ګډ حکومت او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د ټاکنو وړاندیزونه وکړل.
د ۱۹۸۷م کال په اساسي بدلونونو کې د افغانستان نوم بېرته «جمهوري افغانستان» شو، اسلام د هېواد رسمي دین وپېژندل شو او د یو ګوندي واک د پراخولو هڅې وشوې. خو د افغان ډلو بې باوري او د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو لاسوهنې د سولې دغه بهیر ناکام کړ.
د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته هم د نجیب الله حکومت څو کاله پر خپل ځای پاتې شو. خو د شوروي اتحاد له کمزوري کېدو، د بهرنیو مرستو له کمېدو او د کورنۍ جګړې له پراخېدو وروسته، نجیب الله د ۱۹۹۲م کال په اپرېل کې له ولسمشرۍ استعفا ورکړه. هغه د هېواد له پرېښودلو پاتې شو او تر څلورو کلونو پورې یې د کابل په ملګرو ملتونو دفتر کې پناه واخیسته، څو د خوندي وتلو لپاره د ملګرو ملتونو هڅې پایلې ته ورسېږي.
د ۱۹۹۶م کال د سپتمبر پر ۲۷مه طالبان کابل ته ننوتل. وسله والو د ملګرو ملتونو دفتر ته ورغلل، د دې ادارې ساحه یې ماته کړه او ډاکټر نجیب الله او د هغه کشر ورور، شاهپور احمدزی، یې له ودانۍ وایستل. د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا کار د ملګرو ملتونو د ساحې ښکاره نقض وباله او د پخواني ولسمشر نجیب الله د «وحشیانه اعدام» له امله یې ژوره خواشیني څرګنده کړه.
د هغه وخت د راپورونو له مخې، نجیب الله له سختې شکنجې وروسته په ډزو ووژل شو او جسد یې د کابل په یوه عامه ځای کې وځړول شو. د هغه ورور هم ورسره ووژل شو. دا پېښه د افغانستان په تاریخ کې د سیاسي غچ، د نړیوالو اصولو د ماتولو او د جګړې د بې رحمۍ له تر ټولو تورو پاڼو څخه ګڼل کېږي.
د نجیب الله له مرګه وروسته د هغه نوم د ډېرو افغانانو په منځ کې بیا راژوندی شو. پلویان یې هغه د قوي دولت، ملي یووالي، پښتوپالنې او سولې د یوه له لاسه تللي فرصت په توګه یادوي. مخالفان یې بیا د هغه د حکومت سیاسي ځپنه، د جګړې قربانیان او له شوروي اتحاد سره تړاو نه هېروي. له همدې امله د هغه میراث یو اړخیز نه دی؛ خو د ملي روغې جوړې خبرې او د ده د وژنې دردناکه بڼه لا هم د افغانستان په سیاسي حافظه کې ژوندۍ ده.
مینه وال یې وايي:
«خلاص به یې کړو قبر
په ولا چې سلامت به وي
خاورې څه طاقت لري
چې دا ککره خاورې کړي»
یادونه یې تلپاتې، ارمانونه یې ژوندي.


مجید بابر