نیویارک : د پاکستان تحریک انصاف د نیویارک څانګې د عمران خان د درې کلنې بند مودې د پوره کېدو په مناسبت ،د اګست په ۵مه، د شپې مهال د نیویارک ښار په ټایمز سکوېر کې احتجاجي مظاهره کړې ده.

 

په احتجاج کې ګډونوالو د پي ټي ایي بیرغونه او پلې‌ کارډونه پورته کړي وو او د عمران خان د خوشي کېدو، جمهوریت او ولسي حقونو په ملاتړ یې شعارونه ورکول.

 

مظاهرچیانو له پاکستان حکومته وغوښتل چې عمران خان او نور سیاسي بندیان زر تر زره خوشي کړي. دوي همداراز د اساسي قانون د بالادستۍ، د قانون واکمنۍ او د ولسي رایې د درناوي غوښتنه وکړه.

 

عمران خان د ۲۰۲۳م کال د اګست پر پنځمه د توشه‌ خانې په قضیه کې له درې کاله بند سره مخ شو او له هماغې ورځې راهیسې په زندان کې دی.

 

د دغه بند پرضد د اګست په ۵مه، د پاکستان تحریک انصاف غړي او ملاتړي د پاکستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې احتجاجي مظاهرې کوي.

 

سږکال تر ټولو لویه احتجاجي ولسي غونډه د خیبر پښتونخوا په پېښور کې ترسره شوه چرته چې د ګوند مرکزي او صوبایي مشرانو ویناوې وکړې. په دې موقع د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر اعلان وکړل چې دوي به د عمران خان د راخوشي کېدو د تحریک په حتمي پړاو کې د سپتمبر په ۲۷مه د اسلام اباد ډي چوک په لور مارچ کوي.

 

د پاکستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پي ټي ایي غړي او ملاتړي د نوموړي بند سیاسي بولي او د هغه د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه کوي.