د برمل تحصیل د اعظم ورسک په سیمه کې د کاکا خېل، اتمان خېل، شاخبزد خېل، سرکي خېل او نورو قبایلو مشرانو ، د اپرېل په ۲۴مه، شوې یوه قامي جرګه کې له حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د سیمي بند سړکونه دې زر تر زره پرانیستل شي.
د جرګې مشرانو ویلي، د امنیتي وجوهاتو له امله د اعظم ورسک لوي سړک بند دی، او دا وخت د سیمي د مېوو او سبزیو موسم دی او لویې ګاډۍ پر کچو لارو تګ راتګ نه شي کولای.
ملک سیدالله زلي خېل، شال نیوز ته وویل، چې اعظم ورسک د جنوبي وزیرستان له هغو سیمو څخه ده چې ډېرې مېوې پکې پیدا کېږي، خو د سړک د بندېدو له امله کروندګر او سوداګر له سختو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي وویل: “دا سړک د انګرېزانو د وخت جوړ دی. زموږ تمه دا وه چې حکومت به موږ ته نوی سړک جوړ کړي، خو حکومت پخوانی سړک هم بند کړی دی.”
د جرګې په پرېکړه کې ویل شوي، چې د اپرېل ۴۵م د سهار اته بجې به بیا جرګه کېږي.
مشرانو اعلان کړی، چې د جرګې پر وخت که کوم دوکان خلاص وموندل شو، لس زره روپۍ جرمانه به وي. که کوم موټر یا ډرېور حاضر نه وي، لس زره روپۍ جرمانه به وي، او که مالک جرګې ته حاضر نه شو، پنځوس زره روپۍ جرمانه به پرې لګېږي.
د قامي مشرانو په وینا، د دې پرېکړو مقصد د سیمپ خلکو کې اتفاق، نظم او ګډ دریځ مضبوطول دي۔ د جرګې ګډونوالو وویل، چې کومه پرېکړه په سبانۍ جرګه کې وشي، هغه به ټولو قبایلو ته د منلو وړ وي.

ظفر وزير