اسلام ‌اباد : په ټول پاکستان کې نن ،د اګست يه ۵مه، د یومِ استحصالِ کشمیر په مناسبت د کشمیري ولس سره د یووالي څرګندولو لپاره لاریونونه، غونډې او سیمینارونه وشول. د وزیراعظم شهباز شریف په لارښوونه د سهار په نهو بجو په ټول هېواد کې یوه دقیقه چوپتیا ونیول شوه.

 

د پاکستان د وفاقی کابینې د خبرتیا له مخې، په اسلام ‌اباد، څلورو واړو صوبو، ازاد کشمیر او ګلګت بلتستان کې د کشمیر په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه، لاریونونه او نورې غونډې جوړې شوې.

 

په اسلام‌ اباد کې د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت په ګډه مرکزي لاریون جوړ کړ. د بهرنیو چارو سېکترې امنه بلوچ په مشرۍ چارواکو له بهرنیو چارو وزارت څخه تر ډي چوک پورې پیدل لاریون وکړ.

 

په دې لاریون کې د کشمیر چارو وفاقي وزیر امیر مقام، د پارلېماني چارو وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري، د وزیراعظم د کشمیر چارو سلاکار شبیر احمد عثماني، د حریت کنفرانس مشر غلام محمد صافي او ګڼو نورو چارواکو ګډون وکړ. ګډونوالو د پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر بیرغونه پورته کړي وو او د کشمیري عوامو په ملاتړ یې شعارونه ورکول.

 

د سهار په نهو بجو سایرن یا ګوګو ووهل شو او د کشمیر سره د یووالي په توګه یوه دقیقه چوپتیا ونیول شوه.

 

صدر اصف علي زرداري په خپل پیغام کې وویل چې پاکستان د کشمیر د عوامو ترڅنګ ولاړ دی او نړیواله ټولنه باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو له مخې د کشمیر د مسلې د پرامنه حل لپاره خپل رول ادا کړي.

 

وزیراعظم شهباز شریف وویل چې د هند د ۲۰۱۹م کال د اګست د پنځمې اقداماتو د جمو او کشمیر نړیوال لانجمن حیثیت نه دی بدل کړی. هغه وویل چې پاکستان به د کشمیري عوامو سیاسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي.

 

مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل چې د ۲۰۱۹م کال اقداماتو د کشمیري عوامو پر ژوند، حقونو او ازادۍ ناوړه اغېز کړی دی. هغه له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د کشمیر د مسلې د پرامنه حل لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.

 

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، پوځي مشرانو هم د کشمیري عوامو سره خپل ملاتړ بیا څرګند کړی دی. په بیان کې ویل شوي دي چې د کشمیر مسله د سویلي اسیا له تلپاتې امن او ثبات سره تړلې ده.

 

په پنجاب کې د اټک له ضلعي شورا څخه تر کچهرۍ چوک پورې لاریون وشو. ګډونوالو تور بازوبندونه تړلي وو، سایرن ووهل شو او یوه دقیقه چوپتیا ونیول شوه. د پنجاب د لوړو زده کړو کمېسیون پوهنتونونو ته د سیمینارونو، ویناوو، مضمون لیکلو او بحثونو د جوړولو لارښوونه کړې وه.

 

په سند کې د حیدر اباد مرستیال کمېشنر زین‌ العابدین میمن د یووالي لاریون رهبري وکړه. د روغتیا، تعلیم او اطلاعاتو ادارو چارواکو، د ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکو، ښځو، معلولیت لرونکو کسانو، استادانو او زده ‌کوونکو پکي ګډون وکړ.

 

په خیبر پښتونخوا کې د باجوړ د ضلعي انتظامیې په وینا، د خار مرستیال کمېشنر عامر خان وزیر په مشرۍ د خار له ماډل سکول او کالج څخه تر سول کالونۍ مرکزي دروازې پورې د یووالي لاریون وشو. په لاریون کې د تعلیم ادارې چارواکو، استادانو او زده‌ کوونکو ګډون وکړ.

 

د باجوړ سپورټس کمپلېکس کې د یووالي لاریون او د خار او ماموند د لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي هم ترسره شوه. په مالاکنډ کې د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو هم د کشمیري عوامو سره د یووالي څرګندونه وکړه.

 

په بلوچستان، ازاد کشمیر او ګلګت بلتستان کې هم د چارواکو، زده‌ کوونکو او مدني ټولنې په ګډون د یومِ استحصالِ کشمیر پروګرامونه جوړ شول. د پوځ د عامه اړیکو ادارې د دې ورځې په مناسبت د «ازاد» په نوم یوه نوې سندره هم خپره کړه.

 

یومِ استحصالِ کشمیر هر کال د اګست پر پنځمه د ۲۰۱۹م کال د اګست د پنځمې د اقداماتو په مناسبت لمانځل کېږي. پاکستان دغه اقدام یو اړخیز او غیرقانوني بولي، خو هند یې د خپل اساسي او انتظامي نظام برخه ګڼي. پاکستان ټینګار کوي چې د کشمیر مسله باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو او د کشمیري عوامو د غوښتنو له مخې حل شي.