لاهور : د لاهور پولیسو ویلي دي، چې د غازي اباد تاڼې د پلټنو په څانګه کې کارکوونکی ای اېس ایي ،عمران انور، د یوې ۱۹ کلنې ذهني معذورې نجلۍ پر جنسي تېري د تور له امله نیول شوی او پر ضد یې مقدمه درج شوې ده.

 

د پولیسو لخوا ،د اګست په ۴مه، خپرې شوې وینا له مخې، ای اېس ایي عمران نجلۍ له کوره په موټرسايکل تاڼې ته راوستې او د پلټنو کوټې ته یې بوتله. د پولیسو دعوه ده چې هلته پر نجلۍ مبینه جنسي تېری شوی دی. د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.

 

د لاهور د پلټنو ډي ایي جي ،سید ذیشان رضا، د تورن پولیس اهلکار د نیولو، د مقدمې د ثبت او د شفافو پلټنو امر کړی دی. بلخوا د لاهور ډي ایي جي اپریشنز ،فیصل کامران، د کمزورې څارنې او د اداري مسؤلیتونو د نه ترسره کولو له امله د ایس ایچ او شهریار په ګډون د غازي اباد تاڼې ۷۸ پولیس اهلکار معطل کړي دي.

 

په معطل شویو کسانو کې دوه سب‌ انسپکټران، اته اسسټنټ سب انسپکټران، پنځه هېډ کانسټېبلان، د فرنټ ډېسک کارکوونکي، محرر او موټرچلوونکي شامل دي. علي زیب دستګیر د غازي اباد تاڼې نوی ایس ایچ او ټاکل شوی دی.