دا يوازې د يوې چاودنې راپور نه دی. دا د هغې ورځې ياد دی چې ما ته يې وښودله: د خبريال کار يوازې هر څه کيمرې ته اخيستل نه دي؛ د انسان د درد، عزت او کرامت ساتل هم د ژورنالېزم مهمه ذمه واري ده.

 

د اګست په ۲مه، په کبل کې د سوات اولسي پاڅون جلسه روانه وه. د جلسې وروستي مقرر، غيرت خان، وینا کوله. مونږ د کوریج لپاره ورغلي وو. ضلعي انتظاميې دا جلسه غيرقانوني ګرځولې وه او له خلکو يې غوښتي وو چې پکې ګډون ونه کړي. خو خلک بيا هم راټول شوي وو او جلسه پر خپل وخت پېل شوه.

 

د جلسې پنډال، د کبل چوک، د هزاره پله خوا او د اخون کلي او سيرسينۍ پر لوري د سړک غاړې هر ځای پولیس ولاړ وو. د پولیس لاین مخې ته بکتربند ګاډي او ډېر پولیس موجود وو. د تاڼې د مرکزي دروازې مخې ته هم امنیتي سرتېري ولاړ وو.

 

ګرمی ډېره وه او د اوږد کوریج له امله ستړي وو. ملګري عباس ته مې وویل: “راځه، کوم ځای چای وڅښو.” د تاڼې مرکزي دروازې ته نږدې په مارکېټ کې يوی چای خانه کی کښېناستو، چای مو وڅښلې او لږه دمه مو وکړه.

 

بیا چې له هوټله راوتو د تاڼې په دروازه کې ولاړو پولیسو يو ویډیويي شاټ مې واخیست. نه پوهېدم چې دا به د چاودنې نه مخکې زما وروستی عادي شاټ وي.

 

عباس موټرسایکل چالان کړ، خو لا د روانېدو لپاره سم نه وو برابر شوي چې د يو درز می تر غوږو شو دا چاودنه وه او زور مې د سينې تر دننه محسوس کړ. ما شا ته وکتل؛ د چوک له لوري تور لوګی پورته کېده.

 

په لومړي سر کې مې ګمان وکړ چې چاودنه به د جلسې په پنډال کې شوې وي. له موټرسایکله کوز شوم او د چوک پر لور مې منډه کړه، خو پښې مې داسې درنې وې لکه په خوب کې چې منډه وهل غواړې، خو بدن دې نه خوځيږي.

 

چې چوک ته ورسېدم، هر څه بدل وو. هوا د تازه وینو له تریخ بوي او د باروتو له سوځېدلي لوګي ډکه وه. دا دواړه بویونه يو له بل سره داسې ګډ شوي وو چې تر دې دمه يې اثر زما په سپېږمو کې پاتې دی.

 

له هرې خوا د مرستې او ناهیلۍ چیغې راختې. څوک امبولانس غواړي، څوک د زخمي لپاره اوبه غواړي، څوک د خپل ورور، زوې يا ملګري نوم اخلي. د خلکو ژړا، د پولیسو غږونه، د مرستې لپاره منډې او په درد کې د ټپیانو فریادونه يو ځای شوي وو.

 

زه د هماغه سړک په منځ کې ولاړ وم چې څو شېبې مخکې پکې خلکو عادي تګ راتګ کاوه. اوس پر سړک وینه، شلېدلي کالي، بوټان، موبایلونه او د انسانانو د بدن پاتې شوني پراته وو.

 

يو ټپي د مرستې فریاد کاوه. بل ټپي ته څو کسانو د لاس ورکولو هڅه کوله. يو پولیس په وینو کې لت پت پروت و او په موبایل يې د چا نمبر لګاوه. داسې صحنه وه چې سترګې يې ويني، خو ذهن يې منلو ته نه تيارېږي.

 

زما وجود رپېدو. د خبريال په توګه مې لومړی فکر دا و چې کيمره راواخلم او د پېښې ثبوت خوندي کړم. خو د کيمرې تڼۍ ته مې ګوته ور نه شوه.

 

له ځان سره مې وویل: “دا ستا کار دی، ته خبريال يې.” خو زړه مې نه منله چې د يو انسان د وروستۍ بې وسۍ نږدې ویډیو جوړه کړم؛ د هغه چا چې ښیي سهار يې له خپلو ماشومانو سره ناشته کړې وي، چا ته يې د زر بېرته راتلو خبره کړې وي، او کورنۍ يې لا نه پوهېږي چې څه ورباندې تېر شوي دي.

 

په هغه شېبه پوه شوم چې ژورنالېزم د وېرې او درد په تماشه بدلول نه دي.

 

ما خپله وظیفه پرېنښوده. د پېښې شاوخوا حال، د ژغورنې هڅې، د پولیسو بندوبست او د خلکو وارخطايي مې ثبت کړه. مونږ له عيني شاهدانو، روغتیايي کارکوونکو، پولیسو او چارواکو معلومات راټول کړل. د مرګ ژوبلې شمېرې مو له تایید وروسته ولیکلې او د پېښې حال مو خلکو ته ورساوه.

 

خو د وژل شويو د بدنونو نږدې ویډیوګانې مو خپرې نه کړې.

 

وروسته، د پېښې په تایید شویو معلوماتو کې وویل شول چې شپاړس کسان وژل شوي وو؛ اووه پولیس او نور عام وګړي. ګڼ نور ژوبل شوي وو. خو د دې شمېرې تر شا يوازې اعداد نه وو. هر يو د يو کور سړی، زوې، ورور، پلار، خاوند يا ملګری و. په هر کور کې د يو چا د بېرته راتلو انتظار و.

 

کبل کې هغې ورځې ماته د ژورنالېزم يو تر ټولو دروند سبق راکړ: خبريال شاهد وي، د ویر سوداګر نه.

 

خبر ورکول ضروري دي. مونږ باید وښيو چې چاودنه څومره خونړۍ وه، د امنيت په بندوبست کې څه وشول، څوک ذمه وار دي او د قربانیانو کورنۍ له کوم درد تېرېږي. خو د حقیقت د ثابتولو لپاره د مړي مخ، د ټپي وینه او د شلېدلي بدن ویډیو خپرول لازم نه دي.

 

هر هغه څه چې کيمره يې ثبتولی شي، لازم نه ده چې خپاره شي.

 

هغه عکس يا ویډیو چې د عامې ګټې لپاره نوی حقیقت نه راښيي، خو د قرباني عزت او د کورنۍ احساسات ټپي کوي، د خبر اړتیا نه ده. مونږ د پېښې ژورتیا د ژغورنې د هڅو، د خلکو د خبرو، د روغتونونو د حال، د چارواکو د ځواب او تایید شویو معلوماتو له لارې هم ښودلی شو.

 

زه اوس هم د وینو تریخ بوي او د باروتو هغه سوځېدلی لوګی په سپېږمو کې محسوسوم. هر ځل چې په ټولنیزو رسنیو د چاودنې د قربانیانو ویډیوګانې مخې ته راشي، ذهن مې بېرته هماغه چوک ته ځي.

 

خو له هغې ورځې وروسته زما د کيمرې مخې ته تل يوه پوښتنه ولاړه وي: ايا دا انځور د خلکو د پوهېدو لپاره اړين دی، که يوازې د يو انسان د بدمرغۍ تماشه جوړوي؟

 

د کبل چاودنه به زما لپاره يوازې يو خبر نه وي. دا به تل راته يادوي چې د خبر له هرې بیړې مخکې، انسانيت راځي.