اسلام‌ اباد : د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم ادارې (این ډي ایم ای) ویلي دي، چې ،د جون له ۲۶مې، راهیسې د موسمي بارانونو، ناڅاپي سېلابونو، د کورونو د چتونو لوېدو، برېښنا نیولو او ډوبېدو په پېښو کي ۱۲۶ کسان وژل شوي او ۴۰۴ نور ژوبل شوي دي.

 

د اګست د لومړۍ نېټې تر راپور پورې، په خېبر پښتونخوا کې ۵۵، پنجاب کې ۴۷، د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې ۱۰، بلوچستان کي اته، سندھ کې پنځه او ګلګت بلتستان کي یو تن وژل شوی دی.

 

په وژل شویو کسانو کې ۵۷ ماشومان، ۴۴ سړي او ۲۵ ښځې شاملې دي. بارانونو او سېلابونو تر اوسه ۱۱۱۴ کورونو ته هم زیان رسولی دی.

 

ادارې تر اګست ۵مې پورې په خیبر پښتونخوا، کشمیر او د هېواد په شمالي او مرکزي سیمو کې د نورو سختو بارانونو، ناڅاپي سېلابونو او غر ښوېدنې خبرداری ورکړی دی. له خلکو غوښتنه شوې ده چې د سیندونو، خوړونو او اوبو ډکو لارو له غاړو لرې پاتې شي او د ځايي انتظامیې لارښوونې عملي کړي.