خیبر : د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم سرحدي لارې د اوږدې مودې راهیسې د بندېدو خلاف په خیبر ضلعه کې احتجاج شوی او مظاهره ‌چیانو له حکومته غوښتي دي چې لار دې سمدستي پرانیستل شي.

 

احتجاج ،د اګست په ۲مه، ترسره شو، چې پکې سیاسي او سماجي کارکنانو، سوداګرو، ټرانسپورټرانو، کسټم کلیئرنګ ایجنټانو او مزدورانو ګډون کړی و. مظاهره ‌چیانو وویل، چې د بارډر بندښت تجارت ټپه درولی او زرګونه مزدوران، ډرېوران او نور کاروباریان بې‌ روزګاره شوي دي.

 

د دوي په وینا، د تورخم پر تجارت د زرګونو کورنیو روزګار تړلی، خو د لارې د اوږدې بندښت له امله سوداګر او ټرانسپورټران له سخت مالي بحران سره مخ دي.

 

مظاهره‌ چیانو له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې د سرحدي تجارت په اړه پر خپلې پالیسۍ بیا غور وکړي، تورخم دې سمدستي د تجارت او عام تګ راتګ لپاره پرانیزي او د سیمې د خلکو د روزګار د بحالۍ لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي.

 

احتجاج کوونکو خبرداری ورکړ چې که غوښتنې یې ونه منل شي، د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه او تېزه کړي.