مظفراباد / پېښور / کوټه : د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د قانون‌ سازې اسمبلۍ د ټاکنو دویم پړاو نن، د اګست په ۲مه، د سختو امنیتي انتظاماتو، سیاسي بایکاټ، احتجاجونو او د تېرو نښتو د مرګ ‌ژوبلې تر سیوري لاندې روان دی.

 

د ټاکنو کمېشن د مهالوېش له مخې، په دویم پړاو کې د مظفر اباد ډویژن په نهو او په پاکستان کې مېشتو کشمیري کډوالو ته په ځانګړو شوو ۱۲ حلقو، یعنې ټولې ۲۱ څوکیو، ټاکنې کېدونکې وې؛ خو د مظفر اباد په لومړۍ حلقه کې پولنګ وروسته له هغې وځنډول شو چې انتخاباتي عمله خپلو مرکزونو ته ونه رسېده.

 

د ټاکنو مشر کمېشنر د دغې حلقې د ټاکنو د ځنډولو حکم کړی او ویلي یې دي چې نوی مهالوېش به وروسته اعلان شي. له دې پرېکړې وروسته عملاً په ۲۰ حلقو کې پولنګ روان دی. په پاتې حلقو کې پولنګ د سهار په اتو بجو پېل شوی او د مازیګر تر پنځو بجو به له وقفې پرته دوام وکړي.

 

د مظفر اباد ډویژن په نهو حلقو کې د مظفر اباد، نیلم او جهلم درې سیمې شاملې دي. د ټاکنو کمېشن د شمېرو له مخې، په دغو حلقو کې شاوخوا اته لکه او ۹۰ زره ووټرې ثبت دي او د پولنګ لپاره ۱۴۸۳ مرکزونه او ۲۲۱۹ بوتونه جوړ شوي دي.

 

په دې نهو حلقو کې ۲۰۸ امیدواران ولاړ دي. په دوي کې د مسلم لیګ نواز، پاکستان پیپلز پارټۍ، استحکام پاکستان پارټۍ، نورو سیاسي ګوندونو او ازادو امیدوارانو کسان شامل دي.

 

د امنیت لپاره په ډېرو حساسو مرکزونو کې اته، په حساسو مرکزونو کې شپږ او په عادي مرکزونو کې څلور امنیتي اهلکار ګمارل شوي دي. د مظفر اباد درې حلقې تر ټولو ډېرې حساسې بلل شوې دي.

 

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې هم هغو کشمیري کډوالو ته په ځانګړو شوو ۱۲ څوکیو پولنګ روان دی چې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې نه، بلکې د پاکستان په نورو سیمو کې اوسېږي. په دغو کې د جمو شپږ او د کشمیر درې شپږ حلقې شاملې دي.

 

په خیبر پښتونخوا کې هم د کډوالو د دوو حلقو لپاره پولنګ کېږي. په یوه حلقه کې ۷۶۵۵ ووټرې ثبت دي، چې ۴۱۲۱ نارینه او ۳۵۳۴ ښځې دي. د دې حلقې لپاره په صوبه کې ۴۱ مرکزونه جوړ شوي دي.

 

په پېښور کې د ۱۵۲۰ ووټرو لپاره د نارینه او ښځو دوه جلا مرکزونه جوړ شوي دي. د کډوالو د یوې بلې حلقې لپاره هم په پېښور کې یو ګډ مرکز جوړ شوی، چې ۱۶۸ ثبت ووټرې لري.

 

همداذار، د بلوچستان نه د شال نیوز خبریال ،نعیم اچکزي، ویلي دي، چې په صوبه کې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر د قانون سازې اسمبلۍ د ټاکنو د دویم پړاو لپاره د رایې اچولو بهیر روان دی. د اېل ای ۳۴ جموں ون او اېل ای ۴۰ ویلي حلقو لپاره د کوټې، ژوب، لورالایي، بارکان، سبي، مستونګ، حب، پشین او قلعه سیف الله په ګډون نهه ضلعو کې رایه اچول کېږي.

 

د اېل ای ۴۰ ویلي حلقه کې ۱,۱۷۴ او د اېل ای ۳۴ جموں ون حلقه کې ۱۸۵ ثبت شوي رایه ورکوونکي دي. په دواړو حلقو کې تر ټولو زیات رایه ورکوونکي په کوټه کې دي، چې د ګورنمنټ سینډیمن های سکول کې د ګډ پولنګ سټېشن له لارې خپلې رایې کاروي.

 

ټاکنې په اصل کې د جولایۍ پر ۲۷مه په یو پړاو کې کېدونکې وې؛ خو د احتجاجونو او امنیتي اندېښنو له امله په درې پړاوونو ووېشل شوې. لومړی پړاو د جولایۍ پر ۲۷مه د میرپور ډویژن په ۱۳ حلقو کې ترسره شو، دویم نن ،د اګست په ۲مه، په مظفر اباد ډویژن او د کډوالو په حلقو کې روان دی او درېیم او وروستی پړاو به د اګست پر لسمه د پونچ ډویژن په ۱۱ حلقو کې ترسره شي.

 

د ټاکنو کمېشن وايي، ټاکنې یې ځکه په درې پړاوونو ووېشلې چې په هره سیمه کې کافي شمېر پوځ، نیمه پوځي ځواکونه او پولیس ځای پر ځای کړی شي. چارواکي وايي، دغه پرېکړه له سیاسي ګوندونو سره تر سلا وروسته شوې ده.

 

د لومړي پړاو په ۱۳ حلقو کې مسلم لیګ نواز نهه څوکۍ ګټلې وې. تحریک انصاف، چې د ۲۰۲۱م کال په ټاکنو کې یې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې وې، دا ځل ټاکنې د ممکنه درغلۍ او د برابر سیاسي ماحول د نشتوالي په تور بایکاټ کړې دي.

 

خو ټاکنیز بهیر یوازې د سیاسي ګوندونو ترمنځ سیالۍ نه، بلکې د ګډې عوامي عمل کمېټۍ له پراخو احتجاجونو سره هم مخ دی. سیمه ‌ییز حکومت دغه کمېټه په جون کې د ترهګرۍ ضد قانون له مخې ناقانونه اعلان کړې وه.

 

د کمېټۍ مشران دعوه کوي چې په راولاکوټ او خواوشا سیمو کې د احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي. د مخابراتي رابطو د بندېدو، پر سړکونو د خنډونو، د بانکونو د چارو د اغېزمنېدو او خپلواکو خبریالانو ته د کم لاسرسي له امله دغه لوړه شمېره لا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

 

چارواکو ویلي دي، چې د جولایۍ د ۲۷مې په نښتو کې یو امنیتي اهلکار وژل شوی او پنځه نور ژوبل شوي دي. یو سیمه‌ ییز چارواکي لږ تر لږه د درې احتجاج کوونکو د وژل کېدو پخلی هم کړی دی.

 

حکومتي چارواکي تور لګوي چې ځینې وسله‌ وال کسان د احتجاج کوونکو په لیکو کې داخل شوي او د ټاکنو د ګډوډولو هڅه کوي. هغوي د بهرني لاس دعوه هم کړې، خو د دې تور د ثابتولو لپاره یې تر اوسه څرګند شواهد نه دي وړاندې کړي. د عمل کمېټه دغه تورونه ردوي او وايي، چې مبارزه یې د خلکو د سیاسي او اقتصادي حقونو لپاره ده.

 

د احتجاج کوونکو یوه مهمه غوښتنه په قانون‌ سازه اسمبلۍ کې د کشمیري کډوالو لپاره د ځانګړو ۱۲ څوکیو ختمول دي. د سیمې د اسمبلۍ له ۴۵ نېغ په نېغه ټاکل کېدونکو څوکیو څخه ۳۳ د پاکستان تر واک لاندې کشمیر اوسېدونکو او ۱۲ په پاکستان کې مېشتو هغو خلکو ته ځانګړې دي چې د کډوالو په توګه ثبت شوي دي.

 

د عمل کمېټۍ مشران وايي، چې پر دغو ۱۲ څوکیو له کشمیره بهر مېشت خلک ټاکل کېږي او د اسلام ‌اباد حکومت له دې لارې د سیمه ‌ییز حکومت پر جوړېدو اغېز اچوي. پاکستاني او سیمه‌ ییز چارواکي دا تور ردوي او وايي، چې دغه څوکۍ د کشمیر په اساسي قانون کې خوندي دي او یوازې د اسمبلۍ د اساسي قانوني بدلون له لارې ختمېدی شي.

 

احتجاج کوونکي د انتخاباتي اصلاحاتو ترڅنګ د بجلي د بیو، اوړو، بې‌ روزګارۍ، اقتصادي ستونزو، سرکاري خرڅونو او په سیمه ‌ییزو چارو کې د اسلام‌ اباد د لاسوهنې په اړه هم شکایتونه لري.

 

د ټاکنو درېیم پړاو به د اګست پر لسمه د پونچ ډویژن په ۱۱ حلقو کې کېږي. دا هغه سیمه ده چې راولاکوټ او د وروستیو خونړیو احتجاجونو ګڼ مهم مرکزونه پکې شامل دي؛ ځکه د وروستي پړاو امنیتي حالت د ټول انتخاباتي بهیر لپاره تر ټولو لویه ازموینه بلل کېږي.