اسلام ‌اباد / ریاض : پاکستان د سعودي عربستان په مشرۍ د څو هېوادونو د نوي سمندري دفاعي اتحاد د جوړېدو ملاتړ اعلان کړی، چې موخه یې په سره سمندرګي، باب ‌المندب تنګي او عدن خلیج کې د سوداګریزو او د تېلو لېږدوونکو بېړیو ساتنه بلل شوې ده.

 

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې ،د جولایۍ په ۳۱مه، تر یوې نړیوالې غونډې وروسته په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي دي چې پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د دغه اتحاد د جوړېدو ملاتړ یې کړی دی.

 

د اتحاد مشري به سعودي عربستان کوي او دایمي مرکز به یې هم په دغه هېواد کې وي. د اتحاد غړي به د سمندري څار، استخباراتي معلوماتو د شریکولو، ګډو پوځي تمرینونو او د سمندري ګواښونو پر وړاندې د همغږو دفاعي اقداماتو لپاره کار کوي.

 

په اعلامیه کې ویل شوي دي، چې د اتحاد اساسي موخه د نړیوالو سمندري لارو پرانیستې ساتل، د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ راتګ او د تېلو او نورو انرژۍ سرچینو د لېږد د لړۍ ساتنه ده. د پاکستان ترڅنګ د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو هم د اتحاد ملاتړ کړی او سعودي چارواکو ویلي دي چې نورو هېوادونو ته هم د غړیتوب دروازه پرانیستې ده.

 

دا اتحاد په داسې وخت کې جوړ شوی دی چې د یمن انصارالله ډلې په سره سمندرګي او باب ‌المندب کې د سعودي عربستان اړوند بېړیو ته د بریدونو ګواښ کړی او په سیمه کې د بېړیو د تګ راتګ د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

 

سعودي عربستان او ملاتړي هېوادونه یې وايي، چې اتحاد دفاعي بڼه لري او د کوم هېواد پر ضد د جګړې لپاره نه، بلکې د نړیوالو سمندري لارو او سوداګریزو بېړیو د ساتنې لپاره جوړ شوی دی. پاکستان تر دې وړاندې هم پر سعودي عربستان او د دغه هېواد پر سوداګریزو او د تېلو لېږدوونکو بېړیو بریدونه غندلي او ویلي یې وو چې د سعودي عربستان د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي.

 

خو تر اوسه پاکستان دا نه دي روښانه کړي چې ایا دغه اتحاد ته به خپلې جنګي بېړۍ او سرتېري هم ورکوي، که ملاتړ به یې یوازې سیاسي، استخباراتي او تخنیکي همکارۍ پورې محدود وي.

 

باب‌ المندب تنګی سره سمندرګی له عدن خلیج او عربي سمندر سره نښلوي او د نړۍ د سوداګرۍ او انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي. په دغه تنګي کې ناامني د تېلو پر نړیوالو بیو، د بېړیو پر بیمې او د اسیا او اروپا ترمنځ پر سوداګرۍ مستقیم اغېز کولی شي.