اسلام ‌اباد : د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره (این ډي ایم ای) وايي، چې د روان کال د جون له ۲۶مې راهیسې د موسمي بارانونو، ناڅاپي سېلابونو او ورسره تړلو پېښو له امله په ټول هېواد کې ۱۰۹ کسان وژل شوي او له ۳۶۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

 

د ادارې له خوا ،د اګست په لومړۍ، د خپور شوي راپور له مخې، د بارانونو او سېلابونو له امله نږدې ۸۰۰ کورونه بشپړ یا جزوي زیانمن شوي، لسګونه پلونه، سړکونه او د بجلۍ ستنې هم اغېزمنې شوې او کرنیزو ځمکو ته هم زیان اوښتی دی.

 

د راپور له مخې، تر ټولو ډېر ځاني زیان په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوی، ورپسې پنجاب، ازاد کشمیر، بلوچستان، سند او ګلګت بلتستان هغه سیمې دي چې سختې اغېزمنې شوې دي.

 

د ادارې د معلوماتو له مخې، د مړینو ډېرې پېښې د کورونو او چتونو د نړېدو، ناڅاپي سېلابونو، تندر لګېدو، د سیلابي اوبو د خلکو د وړلو او غرښوویېدنې له امله رامنځته شوې دي. ماشومان د قربانیانو د پام وړ برخه جوړوي، ځکه ډېر کورونه د پرله ‌پسې بارانونو له امله نړېدلي دي.

 

په وروستیو ورځو کې د پنجاب په لاهور ښار کې د باغبانپوره په سیمه کې د څو پوړیز کور د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ نهه غړي ووژل شول. ژغورونکو نږدې ۲۴ ساعته عملیات وکړل او څو ټپیان یې له کنډوالو را وایستل. چارواکي وايي، د سختو بارانونو ترڅنګ د ودانۍ کمزوری جوړښت هم د دې غمیزې مهم لامل و.

 

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي خبرداری ورکړی دی چې د راتلونکو څو ورځو په ترڅ کې به په خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان، ازاد کشمیر، اسلام ‌اباد او د پنجاب په یو شمېر سیمو کې نور سخت بارانونه، ناڅاپي سېلابونه او غرښوویېدنې هم رامنځته کېدای شي.

 

ادارې له خلکو غوښتي دي چې د سیندونو، خوړونو او کمزورو ودانیو څخه لرې پاتې شي او یوازې د رسمي ادارو خبرتیاوې تعقیب کړي.

 

پاکستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون له امله د سختو موسمي بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له زیات خطر سره مخ شوی دی. کارپوهان وايي، چې که څه هم دغه هېواد د نړۍ د شنو خونو د ګازونو په تولید کې لږه ونډه لري، خو د اقلیمي بدلون له اغېزو څخه تر ټولو زیانمنو هېوادونو کې شمېرل کېږي.

 

د ۲۰۲۲م کال ویجاړوونکو سېلابونو، چې ۱،۷۳۷ کسان یې وژلي او د هېواد نږدې درېیمه برخه یې تر اوبو لاندې کړې وه، لا هم د پاکستان د ناورینونو د مدیریت لپاره د ستر خبرداري په توګه یادېږي.