بنو : امنیتي سرچینې وايي، چې ،د اګست په لومړۍ، د بنو په جاني خېلو، هندي خېلو او سره درګاه سیمو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د حافظ ګل بهادر ډلې د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې صورت مروت او نیازمن الله شامل دي، چې دواړه د حافظ ګل بهادر ډلې مهم قوماندانان بلل کېدل.
امنیتي سرچینې دعوه کوي، چې نیازمن الله د امن کمېټو د غړو پر کورونو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لاس درلود او په سیمه کې یې د وسله والې شبکې د فعالیتونو مشري کوله. سرچینې وايي، د امنیتي ځواکونو د پرله پسې عملیاتو له امله نیازمن الله په افغانستان کې مېشتو د حافظ ګل بهادر ډلې مشرانو ته د مرستې غوښتنه کړې وه.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دې غوښتنې په ځواب کې د حافظ ګل بهادر ډلې شورا له لکي مروت څخه صورت مروت د بنو سیمې ته لېږلی و، څو د ډلې له وسله والې شبکې سره مرسته وکړي.
امنیتي سرچینې وايي، چې صورت مروت هم د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی. سرچینو پر صورت مروت تور لګولی چې هغه به د جاسوسۍ په تور ملکي وګړي وژل او د هغوي سرونه به یې پرې کول. د دغو دعوو خپلواک تایید نه دی شوی.
امنیتي سرچینې زیاتوي، چې په جاني خېلو، هندي خېلو او سره درګاه کې عملیات لا هم روان دي او امنیتي ځواکونه د وسله والو د احتمالي پټنځایونو د موندلو لپاره د لټون عملیات کوي.
تر اوسه د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې د دغو عملیاتو په اړه تفصیلي رسمي بیان نه دی خپور کړی او د حافظ ګل بهادر ډلې هم د امنیتي سرچینو د دعوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.


صفدر داوړ