د پښتنو پر خاوره مرګ نوې خبره نه ده. دا غرونه د سلګونو کلونو راهیسې د جګړو، یرغلونو او قربانیو شاهدان دي. دلته د هرې درې په خاورو کې د یو شهید، یو سپین ږیري، یو ماشوم او یوې مور د اوښکو کیسه پرته ده.
خو د دې ټولو جګړو تر څنګ، پښتون یوه لویه شتمني هم لرله؛ هغه د انسان عزت و.
که دښمن به هم وژل شوی و، جنازه به یې سپکېدله نه. که د دوو قبیلو ترمنځ خونړۍ دښمني وه، د مړي په ورځ به وسلې چوپېدې. د غم کور ته به خلک ورتلل، ځکه پښتون پوهېده چې مرګ د انسان وروستی منزل دی او د مړي سپکاوی د خپل عزت سپکاوی دی.
نن، له بده مرغه، دا انځور بدلېدونکی ښکاري.
په وروستیو اونیو کې د پښتنو په سیمو کې یو ځل بیا د تاوتریخوالي خونړۍ لړۍ روانه ده. د پولیسو سرتېري، د پوځ غړي، د امن کمېټو کسان، قامي مشران او عام ولس په بریدونو کې وژل کېږي. هره ورځ یوه نوې جنازه پورته کېږي او یوه بله کورنۍ د تل لپاره په ویر کښیني.
خو تر دې هم دردناکه خبره هغه ده چې د دغو جنازو تر انځورونو او ویډیوګانو لاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې تبصرې لیکل کېږي چې نه د اسلام له اخلاقو سره اړخ لګوي او نه د پښتونولۍ له دود سره.
د یو مړي په مرګ خوشالي، د یتیم ماشوم په درد ملنډې او د یوې مور په ژړا ټوکې… دا هغه ژبه نه ده چې زموږ نیکونو موږ ته را پرېښې ده.
اسلام د انسان د ژوند او مرګ دواړو درناوی کوي. د رسول الله ﷺ په سیرت کې د مړي د سپکاوي ځای نشته. اختلاف شته، جګړه هم شوې، خو د انسان کرامت خوندي پاتې شوی دی.
پښتونولي هم همدا وايي.
خان عبدالغفار خان، چې خپل ټول ژوند یې د عدم تشدد او سولې لپاره وقف کړی و، تل ویل چې کرکه په کرکه نه ختمېږي. هغه غوښتل چې پښتون د ټوپک پر ځای اخلاقو ته ودرېږي.
همدا فلسفه د عوامي نېشنل ګوند مخکښ، میا افتخار حسین، په خپل ژوند کې په عمل وښوده. د هغه یوازینی زوې، راشد حسین، په ۲۰۱۰م کال کې د پاکستاني طالبانو په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. د یوه پلار لپاره تر دې لوي غم نشته. خو میا افتخار حسین له دې غم وروسته هم د انتقام ژبه خپله نه کړه.
هغه د باچا خان د عدم تشدد لار پرېنښوده او بیا یې هم د کرکې پر ځای د سولې او زغم غږ پورته کاوه. دا د یوه سیاسي دریځ نه، بلکې د یوه پلار د لوي زړه او د پښتنې ټولنې د اصلي څهرې بېلګه وه.
خو زموږ د ټولنې بل مخ هم د اندېښنې وړ دی.
په ټانک کې د منجي پر ګډه امنیتي پوسته له برید وروسته، د برید په تور د وژل شویو درېیو کسانو جسدونه د ښار په یوه څلورلارې کې د ولسي نندارې لپاره وغځول شول. دا انځورونه په پراخه کچه خپاره شول او ګڼو خلکو پرې بېلابېل غبرګونونه وښودل.
که دا کسان هر څوک وو او هر جرم پرې منسوب و، د مرګ وروسته د انسان له جسد سره چلند یوازې امنیتي موضوع نه ده؛ دا د دین، اخلاقو او ټولنیزو ارزښتونو پوښتنه هم ده. اسلام د مړي د سپکاوي اجازه نه ورکوي او زموږ په دودیزه پښتنې ټولنه کې هم د مړي بې حرمتي د ویاړ خبره نه ګڼل کېده.
که نن موږ د خپل مخالف د مړي درناوی ونه کړو، سبا به څوک زموږ د خپل مړي عزت وساتي؟
د جګړې اور دواړه خواوې سوځوي، خو کرکه تر جګړې هم اوږد عمر لري. که موږ خپلو ماشومانو ته د جنازې پر ځای د سپکاوي انځورونه پرېږدو، نو سبا به له هغوي څنګه د رحم، زغم او انسانیت تمه وکړو؟
موږ اختلاف کولی شو.
موږ نیوکه کولی شو.
موږ د هر حکومت، هرې ډلې او هرې تګلارې مخالفت کولی شو.
خو د انسان له مرګه د خوښۍ اظهار، د مړي سپکاوی او د غمجنې کورنۍ درد ته خندا نه د اسلام لار ده، نه د پښتونولۍ او نه د انسانیت.
نن تر هر وخت زیات، پښتون د ټوپک نه، د خپل ضمیر غږ ته اړتیا لري. ځکه هغه ولس چې د خپلو مړو درناوی له لاسه ورکړي، ورو ورو د خپلو ژوندیو ارزښت هم له لاسه ورکوي.
شاید اوس وخت رارسېدلی وي چې له ځانه وپوښتو:
موږ کله دومره بدل شو؟ او که بدل شوي یو، بېرته به کله خپل اصلي ځان ومومو؟


مجید بابر