بر سوات : د خیبر پښتونخوا د بر سوات د پولیسو مشر، ډي پي او مشتاق احمد، او ډپټي کمشنر ،سهیل احمد، د جولایۍ په ۳۱مه، د شلخو سر سیمې د هغو کسانو کورونو ته ورغلي، چې ،د جولایۍ په ۲۹مه، د وسله ‌والو په ډزو کې وژل شوي وو.

 

چارواکو د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه، د هغوي لپاره یې دعا وکړه او ویې ویل چې د سیمې د امن لپاره د هغوی قرباني به هېرې نه شي.

 

ډي پي او او ډپټي کمشنر د وژل شویو کسانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې پولیس او ضلعي اداره به په دې سخت وخت کې ورسره ولاړ وي او د امکان تر حده به ورسره مرسته کوي.

 

ډي پي او مشتاق احمد وویل، چې پولیس او ضلعي انتظامیه به وسله‌ وال خپلو موخو ته بریالي نه پرېږدي او په پېښه کې ښکېل کسان به د قانون منګولو ته وسپاري. هغه زیاته کړه چې په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره عملیات او پلټنې روانې دي او پولیس به د ولس د سر او مال د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

 

مشتاق احمد له خلکو وغوښتل چې له پولیسو سره همکاري وکړي او د هر ډول مشکوک کس یا فعالیت په اړه زره تر زره اړوندو ادارو ته خبر ورکړي، ترڅو د احتمالي بریدونو او ناامنۍ مخه ونیول شي.