بنو : د بنو د ال پيرا مېډیکل ټولنې د مشر ،نواب خان وزیر، د جولایۍ په ۳۰مه، د تښتول کېدو پر ضد د روغتیا څانګې کارکوونکي سړکونو ته راوتلي او د هغه د زر خوشي کولو غوښتنه کوي.

 

د روغتیا کارکوونکو د بنو د ضلعي روغتیا افسر د دفتر مخې ته احتجاج کړی دی. په احتجاج کې د ډي اېچ او دفتر، ضلعي مرکزي روغتون، وومن اېنډ چلډرن روغتون او خلیفه ګل نواز روغتون کارکوونکو ګډون کړی دی.

 

مظاهرچیانو د وومن اېنډ چلډرن روغتون مخې ته د بنو ښار سړک د هر ډول ترافیک لپاره تړلی، چې له امله یې په سیمه کې د موټرو تګ راتګ ګډوډ او ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده.

 

د پيرا مېډیکل ټولنې عمومي سېکرتر ویلي دي، چې ضلعي انتظامیې ته یې د نواب خان وزیر د خوشي کولو لپاره شپږ ساعته مهلت ورکړی دی. نوموړي خبرداری ورکړی دی چې که نواب خان وزیر په ټاکلي وخت کې راخوشی نه شي، د احتجاج لمن به د خیبر پښتونخوا ټولو ضلعو ته وغځول شي.

 

نواب خان وزیر د بکاخېلو تحصیل د کینټ پولیس تاڼې په حدودو کې د ممندخېلو وزیر له سیمې ناپېژانده کسانو تښتولی دی. پيرا مېډیکل ټولنې له نن ورځې د بنو په روغتونونو کې، له بېړنیو څانګو پرته، د کار د بایکاټ اعلان هم کړی دی.

 

تر دې دمه پولیسو د تښتونې په اړه تفصیلي رسمي بیان نه دی خپور کړی او د نواب خان وزیر د ځای په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي.