د خيبر پښتونخوا د خبريالانو سيمه ييزې اتحاديې ويلي دي چې په ټولې صوبې کې به د نويو غړو د شاملولو، د تنظيم د پياوړتيا او د خبريالانو د حقونو د خوندي کولو لپاره پراخ کمپاين پېلوي.
د دې اتحاديې د مشر ،غلام اکبر مروت، په مشرۍ کې شوې د پېښور پرېس کلب په غونډه کې ويل شوي، چې په اوسنیو حالاتو کې خبريالان له بېلابېلو امنيتي، اقتصادي او مسلکي ستونزو سره مخ دي او د دغو ننګونو پر وړاندې د يو ګډ او منظم دريځ اړتيا زياته شوې ده.
غلام اکبر مروت غونډې ته په وينا کې وويل، خبريالان د ټولنې سترګې او غږ دي، او که هغوي له ستونزو سره مخ وي نو د ټولنې د خبر رسونې بهير هم اغېزمنېږي. هغه ټينګار وکړ چې د خبريالانو سوکالي، مسلکي خوندیتوب او د هغوي د حقونو دفاع بايد د اتحاديې په لومړيتوبونو کې وي، او د دې لپاره د ټولو خبريالانو يو موټی کېدل مهم دي.
په غونډه کې دا هم ويل شوي، چې اتحاديه غواړي په ټوله خيبر پښتونخوا کې د مسلکي او فعاله خبريالانو د غړيتوب بهير پراخ کړي، څو تنظيم لا پياوړی او منظم شي. د ګډونوالو په خبره، دا ګام به نه يواځې د تنظيم بنسټ مضبوط کړي، بلکې د خبريالانو د ستونزو د هواري لپاره به هم يو شريک فورم برابر کړي.
د اتحاديې عمومي منشي هدايت الله وويل، تمه ده چې د راتلونکي جون تر مياشتې پورې به د خيبر پښتونخوا له اعلی وزير سره ليدنه وشي.
د هغه په خبره، په دې کتنه کې به د خبريالانو ستونزې، د هغوي د خوندیتوب موضوعات او له حکومته د صوبايي مرستو يا ګرانټ په اړه خبرې کېږي. هغه وويل چې اتحاديه غواړي له حکومتي ادارو سره خپلې اړيکي منظمې او اغېزمنې کړي.
غونډې ته ويل شوي، چې د تنظيم د چارو د روڼتیا او چټکتيا لپاره به يوه ويب پاڼه جوړه شي او په ټولنيزو رسنيو کې به هم د اتحاديې رسمي پاڼې فعالېږي. د ګډونوالو په خبره، دا کار به د معلوماتو په شريکولو، د تنظيم په فعالیتونو او له غړو سره په اړيکو کې اسانتيا راولي.
په دې ناسته کې دا پرېکړه هم وشوه چې په نږدې راتلونکي کې به په پېښور کې د اتحاديې مرکزي دفتر پرانيستل شي. د غونډې ګډونوالو وويل، يو منظم مرکزي دفتر به د تنظيم د فعاليتونو د لا ښه تنظيم او همغږۍ لپاره مهم ګام وي.
په غونډه کې د لکي مروت، خيبر او د نورو سيمو استازو هم ګډون درلود. ګډونوالو وړانديز وکړ چې د اطلاعاتو له وزارت سره د اړيکو او د اعلی وزير سره د ليدنې لپاره دې ځانګړې کمېټۍ جوړې شي، څو د خبريالانو غوښتنې په منظم ډول اړوندو ادارو ته ورسول شي.
د خيبر پښتونخوا خبريالان په داسې وخت کې د يووالي غږ پورته کوي چې د دوي پر وړاندې امنيتي او اقتصادي ستونزې زياتې شوې دي.
د اتحاديې مشرانو ويلي دي چې هوډ لري په يوه مياشت کې دننه په ټولو ضلعو کې خپلې څانګې فعالې کړي او د غړو د سوګند پورته کولو دستورې هم ترسره کړي.

غلام اکبر مروت