کوټه : د کوټې - چمن پر ملي لویه لاره د دره کوژک سره نږدې ،د جولایۍ په ۲۹مه، سوداګرو احتجاج کړی او لویه یې لاره تړلې، چې له امله یې د هر ډول ټرافیک تګ راتګ درېدلی او د لارې دواړو غاړو ته د ګاډو اوږده کتارونه جوړ شوي دي.
احتجاج کوونکي سوداګر دعوه کوي چې د اېکسایز محکمې ځینې چارواکي د ګاډو له مالکانو د ۳۰ زره څخه تر ۵۰ زره روپیو پورې د رشوت غوښتنه کوي. د هغوي په وینا، څوک چې رشوت ورنه کړي، هغه د بېلابېلو پلمو له مخې تنګول کېږي او د هغوي پر ګاډو قانوني اقدامات کېږي.
سوداګرو له حکومت او اړوندو چارواکو غوښتي دي چې د دغو تورونو سمدستي پلټنه وکړي او که کوم چارواکی پکې ککړ وموندل شي، پر ضد یې قانوني اقدام وکړي. احتجاج کوونکي وايي، چې تر هغو چې غوښتنې یې نه وي منل شي، احتجاج او د لویې لارې تړل به دوام ولري.
بل لور ته د اېکسایز محکمې او ضلعي انتظامیې تر اوسه د دغو تورونو په اړه کوم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی. په همدې حال کې مسافرو او ځايي خلکو له چارواکو غوښتي دي چې د خبرو اترو له لارې ستونزه زر هواره او لویه لاره د ټرافیکو پر مخ بېرته پرانیزي، څو خلکو ته نورې ستونزې رامنځته نه شي.


نعيم اچکزئي