بنو : په بنو کې د پولیسو د امن کمېټۍ احتجاج ،د جولایۍ په ۲۹مه، درېیمې ورځې ته داخل شوی او احتجاج کوونکو د فشار زیاتولو لپاره د ضلعې ټولې مهمې داخلي او خارجي لارې تړلې دي، چې له امله یې د تګ راتګ، سوداګرۍ او ورځني ژوند چارې سختې اغېزمنې شوې دي.

 

د شال نیوز خبریال غلام اکبر مروت د راپور له مخې، احتجاج کوونکو د بنو - ډېره اسماعیل خان سړک، بنو - میرام شاه سړک، انډس هایوې او بنو - کوهاټ سړک د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلي دي. د لارو بندېدو له امله زرګونه مسافر، ناروغان، زده‌ کوونکي او باروړونکي موټر په لارو کې بند پاتې دي او د ښار ډېر سوداګریز فعالیتونه هم په ټپه درېدلي دي.

 

د پولیسو د امن کمېټۍ غړي وایي، چې له بنو څخه نورو ضلعو ته د بنو پولیسو د پلاټونونو لېږد دې ودرول شي، د ډېره اسماعیل خان ۸۹ نمبر پلاټون او په لکي مروت کې مېشت د بنو پولیس پلاټون دې بېرته بنو ته راوګرځول شي، په بنو کې دې د موبایل شبکې او انټرنېټ په بشپړ ډول فعال شي او په راتلونکي کې دې بیا نه بندېږي.

 

احتجاج کوونکي همدارنګه غوښتنه کوي چې د بنو ضلعي پولیس مشر (ډي‌ پي‌ او) فرقان بلال او اېس‌ پي اسد خان دې بدل کړل شي. د دوي په وینا، د بنو اړوند د ایلیټ فورس او ایف ار پي هغه پولیس چې په نورو ضلعو کې دندې ترسره کوي، باید بېرته بنو ته راستانه کړل شي.

 

د امن کمېټۍ غړي وایي، د دوي مبارزه د وسله ‌والو پر ضد ده، نه د پولیسو د افسرانو پر ضد، خو زیاتوي چې د بنو اوسنۍ پولیس مشرتابه باید د پخوانیو پولیس مشرانو په څېر د دوي له هڅو سره همکاري وکړي.

 

دا احتجاج وروسته له هغې نور هم پراخ شو چې تېره ورځ د قامي مشرانو، پولیسو چارواکو او د امن کمېټۍ ترمنځ خبرې بې‌ پایلې پای ته ورسېدې. د احتجاج کوونکو په وینا، دوي تېره ورځ د ډي‌ پي‌ او دفتر هم د احتجاج په توګه تړلی و.

 

د پولیسو د امن کمېټۍ مشرانو خبرداری ورکړی دی، چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو د ضلعې نور دولتي دفترونه به هم وتړي او خپل احتجاج به لا پراخ کړي.

 

تر اوسه د خیبر پښتونخوا حکومت او د بنو پولیسو د دغو وروستیو غوښتنو او د لارو د تړل کېدو په اړه مفصل رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.